د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د عدلي او قضايي ارګانونو د همغږۍ ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۵
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد "محمد طلحه" او د زندانونو د چارو د تنظيم د عدلي او قضایي ارګانونو د همغږۍ رئيس، مولوي عبدالله حقیق تر منځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د دوشنبې په ورځ  د یادې ادارې په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د لا زياتې همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، د حقوقي مرستو  وړاندې کولو  او د وړیا حقوقي مشورو وړاندې کولو د څرنګوالي، په جزائي او فاميلي قضیو کې حقوقي مرستو ته د بندیانو لاسرسی او بندیانو لپاره د حقوقي پوهاوي د برنامو پلي کولو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئیس په دې ناسته کې د یاد ریاست مسؤولیتونه  توضیح کړل او ویې ویل چې یاد ریاست په جزايي قضیو کې ټولو بې‌وزلو شکمنو او تورنو او په کورنیو قضیو کې بې وزلو ښځو او ماشومانو لپاره وړیا حقوقي مرستې او مشورې وړاندې کوي.
په یاده ناسته کې د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې مسؤولينو د ورته ناستو له جوړېدو او د عدلیې وزارت د حقوقي  مرستو رياست له فعاليتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ. هغوی زياته یې کړه چې دغه اداره به د حقوقي مرستو له ریاست سره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامو په پلي کولو او په ورته نورو برخو کې لازمه همکاري وکړي.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او ولایتي آمریتونه یې د هېواد په کچه، د بې‌وزله محکوم علیه یا تورن او شکمن لپاره د حقوقي مرستې وړاندې کولو او په کورنیو قضیو کې د بې‌وزلو ښځو او ماشومانو، مجني علیه حقوقو او نور آسیب پذیره قشرونو څخه د دفاع په برخه کې فعاليت ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS