د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۶۹ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۳:۵۴
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال ثور(غویي) میاشت کې  په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۲۳۰ دفترونه نظارت او بررسي كړي دي.
د دغه نظارت په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۶۹ دفترونه د غير قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د پاتې  نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په برخه کې یې متصديانو ته لازمې توصیې وړاندې شوي دي.
همدارنګه، د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې ۹۳ غوښتونکو لپاره د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه ويشلي او د فعالیت ۸۰  نور جوازونه یې تمديد کړي دي.  
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست په مرکز او ولایتي آمریتونه یې په ولایتونو کې په منظم ډول اړوندې برخې نظارت او بررسي کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۵۲
Background image

په پروان ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د پروان ولایت عدلیې رياست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له ۱۶ تنو غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۴۴
Background image

په لغمان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په لغمان ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د معاملاتو لارښوونې یو شمېر دفترونه او. . .

BACK TO NEWS