د عدلیې وزارت د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې په کابل ښار کې څه‌باندې ۳۰ زره تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۴۰
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال، ذوالقعدې او ذوالحجې میاشتو په اوږدو کې د عامه حقوقي پوهاوي د ۵۹ برنامو په جوړولو سره د کابل په کچه ۳۰ زره او ۶۹۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

په دې برنامو کې ګډونوالو ته د شکمن او تورن د حقونو، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د ماشومانو د روزنې، پر اولادونو د مور او پلار د حقونو، نشه يي توکي او د هغو احکام، غصب او د نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.

دغه راز، په همدې موده کې یاد ریاست څه‌باندې ۲۰۰ تنو بېوزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړې او د مرکز په محکمو کې یې د هغوی له شرعي او قانوني حقونو څخه دفاع کړې ده.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست حقوقي مساعدینو په همدې موده کې ۶۸۱ ځله د بېوزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو قضیې هم تعقیب کړي او ۶۰ تنو لپاره یې حقوقي اسناد ترتیب او د وروستیو اجراآتو په موخه یې اړوندو محکمو ته سپارلي دي.

پر دې سربېره یاد ریاست په تېرو درېیو میاشتو کې د مرکز په کچه ۵۵ تنو او د ۱۸۸ وړیا شمېرې له لارې د ولایتونو په کچه ۶۰۰ تنو ته وړیا حقوقي، قانوني او شرعي مشورې وړاندې شوې دي.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مدني او جزایي قضیو کې بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو اشخاصو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کوي او په محکمو کې د هغوی له حقوقو څخه دفاع کوي، ترڅو عدالت په سمه توګه تأمین شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۰
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د تېرې اونۍ په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۲۳ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۴۰
Background image

د عدلیې وزارت د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې په کابل ښار کې څه‌باندې ۳۰ زره تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال، ذوالقعدې او ذوالحجې میاشتو په اوږدو کې د عامه حقوقي پوهاوي د ۵۹ برنامو په جوړولو سره د کابل په کچه ۳۰ زره او ۶۹۰ تنو ته حقوقي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۵
Background image

په تېره یوه میاشت کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د غیر قانوني فعالیت له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان کال د جوزا (غبرګولي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۶۳ دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

BACK TO NEWS