د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس د یوناما د قانون د واکمنۍ د څانګې له رئیسې سره ولیدل

waheed
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۴:۳۹
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس مولوي محمد شریف جهادیار، د ۱۴۰۱ د وري په ۳ مه د چهارشنبې په ورځ د یوناما د قانون د واکمنۍ د څانګې رئیسې مېرمن مونیکا مارتینز او مل پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل او خبرې اترې وکړې.

دغه ناسته د یوناما دفتر او د عدلیې وزارت ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او د دوو بنسټونو ترمنځ د تجربو د شریکولو لپاره د متخصصینو او کارپوهانو د معرفۍ په منظور جوړه شوې وه.

720

مېرمن مونیکا مارتینز په افغانستان کې یوناما د ماموریت غځولو ته په اشارې د دې بنسټ له همکاریو څخه د دوام ډاډ ورکړ او وې ویل چې موږ له عدلیې وزارت سره د همکاریو د دوام غوښتونکي یو. نوموړې ژمنه وکړه چې یوناما د قانون جوړونې، حقوقي مساعدتونو او د عدلیې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې به تخنیکي مرسته او همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS