د عدلیې وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره کېدل

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۹:۴۲
.

د کابل ښاروالۍ له استازو سره د عدلیې وزارت د همغږۍ ناسته د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ او د یاد ریاست د نورو مسؤولینو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې چې د شوال د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه، د عدلیې وزارت  او د ښاروالۍ ترمنځ د یو شمېر موضوعاتو په هکله بحث او خبرې وشوې.
په یاده ناسته کې د ښاروالۍ له لوري د عدلیې وزارت د انسجام رياست د اتحادیو جوازونو ته د ارزښت نه ورکولو، خيريه بنسټونو سره د یادې ادارې د نه همغږۍ، د موټرو پلورنکو اتحادیې د جمعه بازار او ځينو نورو موضوعاتو په تړاو چې د دواړو ادارو ترمنځ همغږۍ شتون نه درلود خبرې وشوې.
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس د کابل ښاروالۍ له استازو څخه وغوښتل چې هېوادوالو لپاره د سهولت د رامنځته کولو په موخه له یاد وزارت سره همکاري وکړي.
په ورته مهال د کابل ښاروالۍ استازو، د ستونزو د حل او د لا زياتو همکاریو په برخه کې د عدلیې وزارت ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۴ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د هرات ښار په څلورمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۶ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په لړم (عقرب) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۸۵ دفترونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د یوې میاشتې په اوږدو کې د عدلیې وزارت لخوا د ۹۳۸۳ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست د روان کال د لړم (عقرب) میاشتې په ترڅ کې د ۹۳۸۳ رسمي سندونو ژباړې یې تصدیق کړي دي.

له دغو. . .

BACK TO NEWS