د عدلیې ریاست د استازي په ګډون یو هیئت په ننګرهار کې له خیریه بنسټونو څخه لیدنه وکړه
یو هیئت چې په ترکیب کې یې د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام امر او د ولایت د مقام، د ملي امنیت ریاست، د امنیه قوماندانۍ او د دغه ولایت د خیریه بنسټونو د اتحاديې استازې په کې شامل دي، د ربیع الثاني میاشت په ۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت له ۷ خیريه بنسټونو څخه لیدنه او نظارت وکړ.
یاد هیئت، په دغه ولایت کې د ۷ خیریه بنسټونو اساسنامې، اړونده سندونه، د مرستو د ویش د اندراج کتابونه او د دفترونو لوازم نظارت او بررسي کړل.
چې پایله کې یو باب خیریه بنسټ چې د صحت خیریه بنسټ په نوم يې په غیر قانوني ډول فعالیت سرته رسوه، د یاد هيئت له لوري مهرلاک او وتړل شو.
د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د دغه ولایت له اوسېدونکو څخه غوښتنه کوي چې هر یو اداره یا مرجع چې د خیریه بنسټ په نوم غیر قانوني او په غیر شرعي بڼه فعالیت ترسره کوي او یا د خلکو له مجبوریتونو څخه ناوړه استفاده کوي، د هغه معلومات له عدليې ریاست سره شریک کړي ترڅو د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی وشي.
