د عدلیي وزارت د حقوقي مرستو رئیس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له معین سره وکتل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۱:۱۸
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي رحمت الله حقاني او له هغه سره مل پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۱۳ نېټه د پنجشنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دې کتنه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او د هنر معین په دفتر کې ترسره شوه، مولوي رحمت الله حقاني له نوموړي سره د حقوقي عامه پوهاوي برنامو او خپرونو په اړه معلومات وړاندې کړل او  له یاد وزارت څخه یې همکاري وغوښته.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هم د خلکو د ذهنیت جوړولو لپاره د حقوقي عامه پوهاوي برنامې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، هغه کسان چې استعداد لري باید د ملت د ذهنونو د روښانولو په برخه کې ورڅخه ګټه پورته کړي. دغه راز نوموړي د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو له ریاست سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS