د عدلي او قضایي ادارو ترمنځ د همغږۍ په ناسته کې د سرپل ولایت د عدليې رییس ګډون

waheed
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۳:۴۳
.

د سرپل ولایت د عدليې رییس الحاج مفتي کمال الدین فاضل د عدلي او قضایي ادارو ترمنځ د همغږۍ په ناسته کې چې د ربیع الاول میاشتې په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایات د مرافعې محکمې د ریاست په مقر کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

په دغې ناسته کې چې د دغه ولایت د مرافعې محکمې د رییس په مشرۍ جوړه شوې وه، د سرپل ولایت والي، د والي مرستیال، امنیه قوماندان، مستوفي، د شهیداو او معلولینو رییس او د یاد ولایت د مرافعې محکمې او ښاري محکمي د دیوانونو رییسانو ګډون کړی وو.

.

په یاده ناسته کې د مرافعې محکمې رییس مولوي یار محمد عمري د دغې ناسته د اجندا په اړه خبرې وکړې، د عدليې او قضایي ادارو او ټولو دولتي ادارو د اجرااتو د نیمګړتیاو په لرې کولو يې ټینګار وکړ. هغه د دولتي ادارو مسوولین د یوالي او همپالنې لارې او د یاد ولایت خلکو او اوسیدونکو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو بلنه ورکړه.

د عدليې رییس په دغې ناسته کې د عدلي او قضايي ادارو ترمنځ شته ستونزو ته اشاره وکړه او د دغو ستونز په حل کولو يې ټینګار وکړ. هغه د یاد ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د دولتي ملکیتونو غصب ته اشاره وکړه او د امارتي ملکیتونو په استرداد یې ټینګار وکړ.

.

همدا راز نوموړي په دغه ناسته کې د کوهستاناتو ولسوالۍ د کاشان او ایسمیدان کلیو د اوسیدونکو ستونزې یادې کړې او د دغو ستونزو د حل په لار کې يې مرسته او همکاري وغوښته.

هغه د حقوقي مرستندویانو او مدافع وکیلانو د دندو د لایحې په اړه هم رڼا واچوله او د دغې ناستې له غړو څخه يې وغوښتل چې خلکو ته د غوره حقوقي  خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، دغه ریاست سره مرسته او همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS