د عدليې وزارت په وېب پاڼه کې د حقوقو د ترلاسه کولو د ډول د قانون شرحه د لاسرسي وړ ده.

waheed
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۵:۱۲
.

د حقوقو د ترلاسه کولو د ډول د قانون شرحه چې په وروستیو کې د عدليې وزارت او د آلمان د همکاریو د دفتر له لوري برابره شوې د عدليې وزارت په وېب پاڼه کې له (pdf)  فارمټ سره خپره شوه. لېوال او زده کړیالان کولای شي په لاندې درج شوي لېنک په کښېکاږلو سره دغه کتاب ترلاسه کړي.

د حقوقو د ترلاسه کولو د ډول د قانون شرحه په ۷ فصلونو او ۱۸۲ پاڼو کې برابره شوې او د عدلي او قضايې بنسټونو مسلکي کارکوونکو او د حقوقو او شرعیاتو د څانګو زده کړیالانو سره مرسته کوي ترڅو د دغه قانون احکام او اړوند موارد په تفصيلي ډول مطالعه وکړي.

د دې قانون د شرحې اړتیا له مدني قانون، د مدني محاکماتو د اصولو، د سوداګرۍ قانون، سوداګریزو محاکماتو د اصولو، د شخصیه احوالو د قانون او نورو اړوندو قوانینو سره د هغه د اړیکې په خاطر احساسېده.

نوموړی کتاب له دی ځایه ترلاسه کولای شئ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS