د عدليې وزارت مالي او اداري معین له هغه هيئت سره چې د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په منظور تعین شوی، وکتل او خبرې وکړې

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۰ - ۱۴:۱۲
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق د ربیع الثاني میاشت په ۶ نېټه د سه شنبې په ورځ له هغه هيئت سره چې د شمالي ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت او بررسۍ په منظور تعین شوی دی، ناسته جوړه کړه.

په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق  د امیرانو له امرونو څخه د اطاعت او د چارو په ترسره کولو کې د اخلاص په اړه ټینګار وکړ، ويې ویل چې په اسلامي امارت کې له پیل څخه تر اوس مهال پورې د امیرانو له امرونو څخه اطاعت او د چارو په ترسره کولو کې اخلاص شتون درلود او اوس هم وجود لري.

هغه زیاته کړه د امیرانو له امرونو څخه اطاعت او د چارو په ترسره کولو کې اخلاص د نظام د بقا او دوام لامل کیږي. هغه یاد هیئت ته د ولایتونو څخه د نظارت او بررسۍ د څرنګوالي په اړه  لازمې لارښوونې وکړې او هغوی ته یې توصیه وکړه چې د ولایتونو له عدليې ریاستونو څخه په نظارت کې له ډېرې ریښتینولۍ او دقت څخه کار واخلي او هڅه وکړي چې د ولایتونو د عدليې ریاستونو ستونزې حل کړي.

.

د عدلیې وزارت مالي او اداري معین یاد هیئت ته ډاډ ورکړ چې د لارې په اوږدو کې د ستونزې رامنځ ته کیدو سره به د هغوی ستونزې ته ژر تر ژره رسیدګي وشي.

یاد هیئت د حقوقي مرستو د رییس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ او د مالي او اداري رییس او د انسجام ریاست، د داخلي پلټنې ریاست، د تقنین ریاست، د حقوقو ریاست او د امارت د قضایاو لوی ریاست د استازو په غړیتوب ګمارل شوی چې د شمال ولایتونو له هغو ریاستونو څخه چې تر اوس مهال پورې نظارت او بررسي شوي نه دي، لیدنه او نظارت وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS