د عدليې وزارت سرپرست د یوناما دفتر د قانون د واکمنۍ د برخې له رئیسې سره ولیدل.

د عدليې وزارت نوماند وزیر او سرپرست قضاوتپوه فضل احمد معنوي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان معاونیت هیئت د دفتر د قانون د واکمنۍ د برخې (یوناما) له رئیسې مېرمن اومانا شوایګر سره ولیدل.
د پېژندګلوې دغه لیدنه د روان کال د تلې میاشتې په ۱۰ د پنج شنبې په ورځې ترسره شوه او په هغې کې د یوناما د دفتر د قانون د واکمنۍ د برخې رئیسې د قانون جوړولو په برخه کې له عدليې وزارت سره د دغه دفتر د همکاریو په باره کې معلومات ورکړه او له دغه وزارت سره يې د زیاتو همکاریو په برخه کې ژمنه وکړه.
د عدليې وزارت سرپرست د قانون جوړولو په برخه کې د دغه وزارت سره د یوناما د دفتر له پخوانیو همکاریو څخه په قدردانۍ سره د عدليې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د دغه دفتر د زیاتو همکاریو غوښتنه هم وکړه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د معاونیت د هیئت دفتر له ۲۰۰۷ کال په دې خوا دقانون جوړولو په برخو کې له عدليې وزارت سره همکاري لري.