د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو اداري ناسته جوړه شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۵:۲۳
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رییسانو اداري ناسته د جمادي الاول میاشت په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د عدليې وزارت د مالي او اداري معین، مرکزي رییسانو او مسوولینو په ګډون ددغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د موظف شوې کمېټې لخوا د مدافع وکیلانو د انجمن د لګښتونو په تړاو د جوړې شوې طرحې، د مدافع وکیلانو د ورودي ازموینې طرحې، د تقنیني ستاژ کړنلاره او دعدلیې وزارت د کارکوونکو د هویت کارت د ویشلو کړنلارې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

.

په یاده ناسته کې، د مدافع وکیلانو رییس مولوي سید حبیب الحبیب هغه طرح وړاندې کړه چې د موظفې کمېټې لخوا په مرکز او زونونو کې د مدافع وکیلانو د انجمن د ودانۍ د کرايې، د ساتونکو معاشونو، د برېښنا پیسې، باقیاتو او په دغې برخه کې د نورو چارو په اړه جوړه شوې وه، او د ناستې ګډونکوونکو په دغې برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل. یاده طرحه د یو لړ نظرونو او وړاندیزونو په وړاندې کولو سره تصویب شوه او ددغې کمېټې رییس ته د هغې د عملي اقداماتو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

.

دغه راز په دغې ناسته کې د مدافع وکیلانو د ورودي آزموینې د طرحې، د تقنیي ستاژ د کړنلارې او د عدليې وزارت د کارکوونکو د هویت کارت د وېشلو کړنلارې په اړه هم بحث او د نظر تبادله ترسره شوه او پریکړه وشوه چې یاده طرحه او کړنلاره ددغه وزارت ټولو رییسانو له پاره تکثیر شي چې یاد رییسان یاده شوې طرحه او کړنلاره مطالعه کړي او په راتلونکې ناسته کې خپل نظرونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د پکتيکا د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي لاهور خان وفادار د دغه ولایت د معاملاتو لارښوونې دفترونو له یو شمېر استازو سره د عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

په ارزګان ولایت کې ۸ موټر پلورنځي د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ارزګان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، ترينکوټ ښار کې له ۲۱ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۲۶
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له ۷ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS