د عدليې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي په مشرۍ جوړه شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۳:۴۷
.

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د سه‌شنبې په ورځ، د شوال په ۱۷مه نېټه د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي په مشرۍ او د اداري او مسلکي معينانو او د دغه وزارت د مرکزي رئيسانو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې د کاري چارو د چټکتيا، د وزارت په کچه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبيق او نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عدليې وزير په دې ناسته کې وويل چې د نظام مسئولین باید د اشخاصو لپاره نه، بلکې نظام لپاره کار وکړي او د نظام پر وړاندې اخلاص ولري.

هغه ټینګار وکړ چې د وزارت ټول مسئولين او کارکوونکي باید تقوا ولري، له خلکو سره ښه چلند وکړي، وخت او حاضرۍ ته پابنده واوسي او خپل مسئولیتونه په غوره توګه ترسره کړي او د هغوی له کارونو څخه څارنه وشي.

همداراز محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي په وزارت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون پر تطبیق ټينګار وکړ او اړوندو مسئولینو ته يې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۳
Background image

د عدلیې وزیر د احتکار پر مخنیوي او د کورونو د کرايې د لوړېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسؤولینو سره په یوې ناسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS