د عدليې وزارت د دولت او خلکو د اړیکو په ټینګښت کې د ټولنیزو بنسټونو په ونډې اخېستنې باندې ټینګار وکړ

د عدليې وزارت له ټولنیزو بنسټونو سره د زیات سمون او همغږۍ په منظور د دغه وزارت په مقر کې یوه غونډه جوړه کړه.
په دې غونډه کې چې د روان کال د سلواغې په ۲۵ نېټه، د شنبې په ورځ جوړه شوه د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ډاکترې زکيې عادلي، د دې وزارت د سمون لوی رئیس او د جمعیتونو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس او د ټولنیزو بنسټونو یو شمېر مسولانو ګډون درلود.
د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې په دې غونډه کې د ملت او دولت ترمنځ د اړیکو په لا زیات ټینګښت باندې ټینګار وکړ او د ټولنیزو بنسټونو له مسؤلانو څخه يې وغوښتل چې د خلکو او ټولنې په وړاندې او د ملت او د دولت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې خپل ټولنیز مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
هغې دغه راز د ټولنیزو بنسټونو له مسؤلانو څځه وغوښتل چې د ملي مناسبتونو په نمانځه کې د خلکو د اتفاق او اتحاد او د ملت او د دولت ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لامل کېږي، زیاته ونډه واخلي.

په دې غونډه کې د ټولنیزو بنسټونو مسؤلانو د دغو بنسټونو په واسطه د ترسره شوو فعالیتونو یادونه وکړه او خپلې ستونزې يې د عدليې وزارت له معینې سره طرحه کړې.
په دې غونډه کې، دغه راز د کب د نهمې، د سرتېرې د ملي ورځې د نمانځنې په منظور له ټولنیزو بنسټونو څخه یوه کمېټه وټاکل شوه چې د دغې ملي ورځې د نمانځنې په منظور برنامه جوړه کړي او له نورو ټولنیزو بنسټونو سره همغږي وکړي.