د عدليې وزارت د جمعیتونو او د ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس وپیژندل شو.

waheed
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۹:۲۲
.

د عدليې وزارت د مالي او اداري چارو معین ګل محمد ګلزي د دې وزارت د سمون د لوی ریاست د جمعیتونو او د ټولنیزو بنسټونو د چارو رئيس متین ولی ‌زاده معرفي کړ.

 ښاغلي ولي زاده د آزادې سیالۍ د بهیر له تېرولو او د جمهوري ریاست د حکم له منظورۍ سره د عدليې وزارت د سمون د لوی ریاست د جمعیتونو او ټولنیزو بنسټونو د چارو د رئیس په توګه وټاکل شو.

د عدليې وزارت د اداري او مالي چارو معین ګل محمد ګلزي د دې ادارې رئيسانو او کارکوونکو ته د ښاغلي ولي زاده د ورپېژندنې په ترڅ کې او هغه ته د مبارکۍ تر څنګ، د سمون د لوی ریاست د جمعیتونو او د ټولنیزو بنسټونو د چارو ریاست د دغه وزارت یو له مهمو او بنسټیزو برخو څخه وباله.

هغه د دې ادارې له رئیس څخه وغوښتل ترڅو د دغې برخې د کاري بهیر د ښه والي په لاره کې هڅه وکړي.

.

د عدليې وزارت معین د دې وزارت د چارواکو او رئیسانو له ملاتړ څخه د جمعیتونو او د ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس ته ډاډ ورکړ او خلکو ته د خدمت په لاره کې ورته د لازیاتو بریالیتوبونو استدعا وکړه.

د عدليې وزارت د سمون د لوی ریاست سرپرست هم د دې وزارت د جمعیتونو او ټولنیزو بنسټونو د چارو د رئیس د پيژندنې پر مهال، هغه ته د مبارکۍ تر څنګ، د دې برخې د کاري بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ او ښاغلي ولي زاده ته یې د لا بریاوو هیله وکړه.

د جمعیتونو او  ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس د عدليې وزارت له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ، د دې برخې د چارو د ښه والي لپاره د لا زیات کار او هڅو ژمنه وکړه.

ښاغلی متین ولي زاده د عمومي حقوق په څانګه کې ماستري لري.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS