د عدليې وزارت د تقنیني ستاژ پنځمه دوره پیل شوه.

د عدليې وزارت د تقنیني ستاژ پنځمه دوره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د عدليې وزیر قانونپوه فضل احمد معنوي او د دې وزارت د نورو چارواکو په حضور رسماً پیل شوه. له دې سره یو ځای د عدليې وزارت د کنفرانسونو تالار د ښاغلي معنوي له لوري هم پرانستل شو.
د عدليې وزیر په دغو مراسمو کې چې د یکشنبې ورځې د وري په ۱۵ مه نېټه جوړ شوي وو د تقنیني ستاژ دغې دورې ته د ستاژرانو لار موندنه یې مبارکي وویله. هغه همداراز په افغانستان کې د ایټالیې د پرمختیايي مرستو له ادارې څخه د دې وزارت د تالار د سمبالولو په خاطر، مننه وکړه.
فضل احمد معنوي وویل چې د تقنیني ستاژ په دغې دورې کې بې پایه هڅې وشوې تر څو آزموینه په روڼتیا سره، ترسره شي او د هيچا حق ضایع نشي. د عدليې وزارت د تقنیني ستاژ په پنځمې دورې کې ۱۳۰ تنه جذب شوي دي چې ۸۰ تنو يې د ازادې سیالۍ له طریقه لاره موندلې او ۵۰ تنه نور ستاژران يې د دولتي ادارو حقوقي سلاکاران او کارکوونکي دي.

د عدليې وزیر وویل چې افغانستان په بیلابیلو برخو کې شاته پاتې شوی دی او ډېرې ستونزې لري او پر دې ستونزو د لاسبري کېدو لپاره د وخت، سرچینو او فرصتونو سربېره د دغو اړتیاوو او ستونزو پوهاوي او درکولو ته اړتیا ده.
هغه تصرېح کړه چې په هره برخه کې د قانون جوړونې اړتیا، د تطبیق شونتیا ته په کتو سره احساسېږي چې باید په مسلکي او تخصصي ډول د ادارو له لوري برابره شي.
ښاغلي معنوي زیاته کړه چې پرمختللي هېوادونه هم له افغانستان څخه زیات څه نه لري او ښايې هغه استعدادونه او خورا طبیعي سرچینې چې مونږ یې لرو په ډیرو هېوادونه کې نه وي؛ خو د مونږ د شاته پاتې کېدو یو لامل، قانون ته نه ژمنتیا او درناوی دی.
هغه ستاژرانو ته وویل چې قانون په خپل زور نشي کولای ځانته ځای پیدا کړي؛ هغه تاسې یاستئ چې ورته ځای ټاکئ او بله ورځ یې په ټولنه کې پلي کوئ.

د عدليې وزیر د امیدوارۍ څرګندونه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به په عدلي او قضايې برخو، حقوقي برخه، د قانون جوړونې په چارو او د قانون په کارونې کې د لوی بدلون شاهد واوسو. هغه ستاژرانو ته وویل هغه موارد چې په دې دورې کې زده کوي که په خپلو کاري ساحې کې تطبیق کړي، له شک پرته مونږ به په چټکۍ سره له حقوقي او قانوني پلوه د یوې بدلېدونکې ټولنې شاهدان یو.
په دې برنامه کې د عدليې وزارت د قانون جوړونې په چارو کې د انستیتیوت لوی رئیس هم ستاژرانو ته د هغوی بریالیتوب مبارکي وویله او د تقنیني ستاژ له دې دورې څخه موخه په مسلکي ډول د تقنیني سندونو برابرول او د قانون جوړونې د بهیر ګړندي کول وباله.
هغه همداراز زیاته کړه په له بده مرغه د امکاناتو د محدودیت له امله و نشوای کړای له هغو کسانو څخه چې د تقنیني شتاژ په ازموینه کې ګډون کړئ وو، زیات شمېر یې جذب ګړو.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ څلور دورې په پریالیتوب سره پای ته رسولې دي او په سل ګونو د قانون جوړونې د مسایلو کارپوهان یې ټولنې ته وړاندې کړي دي.