د عدليې وزارت خبرتیا; د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر د ۳۴ دورې پېل
د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کیږي، د مدافعو وکیلانو ریاست د ربیع الثاني د میاشتې په ۳ نېټه چې د لړم میاشتې له ۷ نیټې سره سمون خوري د شنبې په ورځ، ۲۳ تنه نور مدافع وکیلان د هغوی د جواز لیکونو د نوي کولو په منظور ارزیابي کوي.
له همدې امله هغه مدافع وکیلان چې مخکې یې د ارزونې په بهیر کې د ګډون لپاره د مدافع وکیلانو ریاست اداري مدیریت ته خپل غوښتنلیکونه سپارلي دي، له لاندې جدول سره سم د نوملړ د پرله پسې شمېرې پر بنسټ د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۳۰ بجو پورې د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د ودانۍ مقر ته حاضر شي.
په همدې ډول د ارزیابۍ له پاره په ټاکل شوې ورځ د مدافع وکیلانو شتون حتمي او لازمي دی په آزموېنې که د غیابت او نه حاضرېدو په صورت کې دوه ېم چانس نه ورکول کېږي.
محترم وکیلان دې خبر وي.
د ۳۴ دورې د مدافع وکیلانو نوملړ په لاندې ډول دی.
