د عدليې وزارت او نورو امارتی وزارتونو او ادارو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۲:۱۱

د اصولي سندونو د پړاونو تېرولو د څرنګوالي په هکله د امیرالمومنین حفظه الله فرمان د لا ښه تطبیق په منظور  تېره ورځ د عدلیې وزارت سرپرست او د اسلامي امارت د وزارتونو، او خپلواکو ریاستونو او نورو ادارو ترمنځ د عدلیې وزارت په مقر کې ناسته جوړه شو.

د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په دغې ناسته کې وویل چې د کابینې په مخکنې ناسته کې اصولي سندونو د پړاونو  تېرولو د څرنګوالي په اړه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په برخه کې بحث شوی دی.

دغه راز نوموړي د اصولي سندونو د پړاونو تېرولو په برخه کې له عدلیې وزارت سره د ادارو د همغږۍ د ضرورت په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې د ادارو د سندونو، مقررو، لایحو او طرزالعملونو د پړاونو تېرول او توشیح  د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د تاکید شوو موضوعاتو څخه هم دي چې په دغې برخه کې د یاد فرمان پر بنسټ ټولې ادارې په لازمو اجرااتو مکلفې دي.

په دغې ناسته کې د عدليې وزارت سرپرست د فرمان بشپړ محتویات ګډونوالو ته قرائت کړل او ويې ویل چې ددغه فرمان لومړۍ ماده سره له ټولو فقرو ادارو پورې تړاو لري او ددغه فرمان دوه یمه ماده سره له ټولو فقرو عدليې وزارت پورې تړاو لري . دغه راز نوموړي زیاته کړه چې ددغه فرمان درېیمه ماده سره له ټولو فقرو کمېسیون پورې تړاو لري.

په یاده ناسته کې د موضوع په اړه له هر اړخیز بحث او د نظرونو له تبادلې څخه وروسته، د ټولو ادارو استازو ژمنه وکړه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان مطابق به د خپلو اړوندو ادارو د اصولي سندونو د پړاونو د تېرولو په برخه کې عملي اقدامات ترسره کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS