د عدليې وزارت استول شي هیئت د بغلان ریاست له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۲:۷

د عدليې وزارت استول شوی هیئت د ددغه وزارت د حقوقي مساعدتونو رییس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ د شمال ولایتونو د عدليې ریاستونو د بررسۍ په منظور سفر کړی، چې د ربیع الثاني میاشت په ۱۳ نېټه د سه شنبې په ورځ بغلان ولایت ته ورسید او ددغه ولایت د عدليې ریاست کړنې یې بررسي کړې.

دغه هیئت چې په ترکیب کې یې مالي او اداري رییس او د عدليې وزارت د مرکزي ریاستونو استازي شامل دي د عدلیې رییس مولي ګل رسول نصرت او ددغه ریاست له امرینو او کارکوونکو سره وکتل. مولوي رحمت الله حقاني په دغې کتنه کې د تېرو ۲۰ کلونو د انقلاب شهیدانو له پاره دعا وکړه او د مجاهیدینو د فدارکاریو او د سرښندنو ستاینه وکړه او د اسلامي نظام، ازادۍ او استقلال ته یې اشاره وکړه.

دغه راز د عدلیې ریاست له ټولو دفترونو څخه یې لیدنه وکړه او کارکوونکو ته يې په کار کې د صداقت او له نبوي سنتو سره سم خپل سیرت او صورت عیارولو په اړه توصیه وکړه او د هغوی ستونزې يې واوریدې.

دغه راز د هیئت رییس او دوه تنو غړو د عدليې ریاست له لیدنې څخه وروسته د بغلان والي له مرستیال ملا احمد مبارک سره وکتل او خبرې وکړې. په دغې کتنه کې ښاروال، د محکمې رییس، د استخباراتو رییس، د کرنې رییس او د سیمه ییزو ادارو یو شمېر نورو مسوولینو حضور درلود.

یاد هیئت له عدلیې ریاست سره د ولایت د مقام او د سیمه ییزو ادارو مسوولینو له همغږۍ او همکارۍ څخه قدر داني وکړه او ددغو همکاریو د پياوړتیا غوښتنه یې وکړه. په دغې ناسته کې د عدلیې رییس هم اړونده ستونزې بیان کړې او له اړوندو مسوولینو څخه یې د همکاریو غوښتنه وکړه.

په دغې ناسته کې د بغلان د والي مرستیال سیمه ییزو ادارو ته لارښوونه وکړه چې له عدليې ریاست سره لا زیاته همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۷
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۵۸
Background image

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي روح الله روحاني په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۵۲
Background image

د بغلان ولایت د عدلیې ریاست او مستوفیت ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د بغلان ولایت د عدلیې ریاست او مستوفیت ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۲مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې ترسره شوه.  
په دې ناسته کې د عدلیې رئيس مولوي. . .

BACK TO NEWS