د عدليې وزارت استول شوي استازي د سمنګان ولایت له والي سره وکتل
د عدلیې وزارت استول شوي استازي د عدليې وزارت د حقوقي مساعدتونو د رییس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ د شمال ولایتونو د عدلیې ریاستونو د لیدنې په لړ کې د ربیع الثاني میاشت په ۱۵ نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګان ولایت له والي الحاج عبدالاحد فضلي سره وکتل.
دغه ناسته د کلام الله مجید د څو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه او ددغه ولایت د څارنوالۍ، محکمې، د ارشاد حج او اوقافو ریاست، د کرنې ریاست او د ښاروالۍ د ریاست رییسانو او استازو په کې حضور درلود.
په دغې ناسته کې ددغه هیئت رییس مولوي رحمت الله حقاني وویل چې د ویاړ ځای دی چې ټول قومونه د یو منسجم قیادت لاندې یو او په هغه نظام کې چې د افغانستان غیرتي ولس د سرښندونو او تکلیفونو په ترڅ کې منځ ته راغلی، یوځای کار او خپل ملت له پاره خدمت کوو.
هغه زیاته کړه چې سمنګان ولایت ته ددغه هیئت د سفر موخه د عدليې ریاست د فعالیتونو او د کړنو بررسي، د هغوی د شکایتونو اوریدل او د وړاندیزونو ترلاسه کول دي.
هغه د دولتي او خصوصي ځمکو د تصفیه په منظور د جوړ شوي کمېسیون یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د عدليې په ریاست کې، د امارت د قضایاو امریت له امارتي ملکیتونو څخه د دفاع او د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي مسوولیت پر غاړه لري.
نوموړي د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ، د استخباراتو ریاست، د کرنې ریاست، د محکمې او د ښاروالۍ ریاست له استازو څخه وغوښتل چې د یوبل په همغږۍ او همکارۍ سره د امارتي ځمکو د تصفیې مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي.
په دغې ناسته کې، د سمنګان ولایت والي ددغه هیئت راتګ ته ښه راغلاست وویل او سفر یې ګټور وباله. دغه راز هغه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان تطبیق په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
