د عدليې وزارت اداري معین د بامیانو ولایت د عدليې ریاست او د هغه نورې برخې وکتلې

waheed
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۴ - ۸:۵۲
د عدليې وزارت اداري معین د بامیانو ولایت د عدليې ریاست او د هغه نورې برخې وکتلې

د ۱۳۹۸ د زمري ۲۶

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت اداري معین الحاج سید محمد هاشمي د بامیانو ولایت د عدليې ریاست او د هغه نورو برخو د اجراآتو د بررسۍ او ارزونې په منظور دغه ولایت ته سفر وکړ.

په دې سفر کې د عدلیې وزارت معین د بامیانو له والي محترم محمد طاهر زهیر سره وکتل او دغه ولایت ته د خپل سفر موخه یې د عدليې ریاست، د حقوقو، د دولت د قضایاوو، او حقوقي مساعدتونو، د آمریتونو، د اطفالو د اصلاح او روزنې او ددغه ریاست د اداري لوی مدیریت د اجراآتو بررسي اوروزنه او دغه راز د دغه ولایت د یکاولنګ، پنجاب، او د ورس د ولسوالیو د حقوقو د مدیریتونو ارزونه وبلله. هغه د بامیانو له سیمه ییزې ادارې څخه د دغه ولایت د عدليې له ریاست سره د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه

.

 

په دې کتنه کې د بامیانو والي دعدليې ریاست او د ولایت د مقام ترمنځ د زیاتو همکاریو او همغږیو په دوام باندې تیڼګار وکړ، له سیمه ییزې ادارې سره په همکاري کې يې د دغه ریاست له اغیزمنو او دقیقو اجراآتو څخه یو رپوټ وړاندې کړ. د بامیانو والي د عدليې وزارت په هېواد کې د ډیرو کلیدي وزارتونو یوه برخه وبلله او دغه ولایت ته له ښاغلي هاشمي د سفر له امله يې چې د کاري اجراآتو د ښه والی، د قانون د تطبیق او په اداره کې د روڼتیا په موخه دی، مننه وکړه.

د دې سفر په دوام، د عدليې وزارت اداري معین د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکز د نوې ودانۍ د جوړولو د کار بهیر وڅاره او قراردادي شرکت ته يې لارښوونه وکړه چې په قرارداد کې په ټاکلي وخت کې، د دې پروژې کار بشپړ او سپارلو ته چمتو کړي چې له دې پرته به له قانون سره سم جریمه شي. هغه دغه راز د دغه ولایت د عدليې ریاست وکوت او د دغه ریاست د کارکوونکو اجراآت او شته ننګونې يې وارزولې. دغه راز د عدليې وزارت معین د بامیانو له یوشمیر مدني بنسټونو او مخهورو سره وکتل او د هغوې ستونزې يې اوريدې

...

د دې سفر په بله برخه کې يې، ښاغلي هاشمي په داسې حال کې چې يې د بامیانو ولایت د عدليې رئیس يې ملګرتیا کوله، د ورس، پنجاب، او یکاولنګ ولسوالۍ وکتلې او د دغو ولسوالیو له ولسوالانو او مشرتابه هیئت سره يې وکتل، هغه دغه راز د یادو ولسوالیو د حقوقو مدیریتونه وکتل او د هغوې کړوړه يې وارزول.

د دې سفر په پای کې، د عدليې وزارت معین، یوځل بیا د بامیانو له والي سره وکتل او د عدليې ریاست او د هغه د نورو برخو له کړه ورو څخه د خپلو ارزونو پایلې يې له هغه سره شریکې کړې. ښاغلی هاشمي  د شش پل د ښځینه بڼ په هکله د بامیانو د عدليې ریاست د دولت د قضایاوو آمریت د استردادي قرار د تطبیق، د عدليې ریاست د امنیت د تآمینولو او د ورس، پنجاب او یکاولنګ د ولسوالیو د حقوقو د مدیریتونو د کاري دفترونو د ستونزو د حل کولو لپاره د ولایت له مقام څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه چې د بامیانو والي د پورتنیو درې وارو مواردو کې د تطبیق او همکارۍ غوڅه ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS