د عدالت ګاهنامه چاپ او خپره شوه

hakeem_admin
.

د عدالت تخصصي (شرعي  او حقوقي) ګاهنامه په ۲۲۲ پرله پسې ګڼې سره، د عدلیې وزارت له لوري چاپ او خپره شوه. په دغې ګاهنامه کې شرعي او حقوقي مقالې شاملې دي چې د علماو او حقوق پوهانو له لوري لیکل شوي او د کتن پلاوي له تاییدۍ څخه وروسته په یادې ګاهنامې کې چاپ شوي دي.

مینوال کولای شي دغه ګاهنامه د کابل ښار، شپږمې ناحیې د دارالامان په ساحې کې د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړي. دغه راز د یادې ګاهنامې بريښنايي (الکترونیکي) فایل د عدلیې وزارت په ویب پاڼه کې موجود ده او د لاندې لینک له لارې د لاسرسۍ وړ ده:

https://moj.gov.af/sites/default/files/adalatmagazin_1402.pdf

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۲
Background image

د افغانستان د اورتوپيدي او تراماتولوژي د ډاکټرانو اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په هېواد کې د اورتوپیدي او تراماتولوژي ټولو ډاکټرانو ته خبر ورکوي؛ ټاکل شوې ده چې د افغانستان د اورتوپیدي او تراماتولوژي ډاکټرانو د اتحادیې د فعالیت جوازلی . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د اوومې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

  د دفاع وکالت د جوازلیک ټولو غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د اوومې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د میزان (تلې) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

د افغانستان د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د ریاست د پُست لپاره د نوم لیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د هېواد د یو شمېر خصوصي روغتونونو مسؤولینو په دې وروستیو کې له عدلیې وزارت څخه په یوه رسمي غوښتنلیک کې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې د دغه وزارت اړوندې برخې . . .

Back to announcements