د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو دوهمه ټولګه چاپ او خپره شوه

barekzai_admin
.

د اسلامي امارت، عدلیې وزارت د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو دوهمه ټولګه چاپ او خپره کړه.

په دې ټولګه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ۱۵ فرمانونه چې په ۱۴۴۶ هجري قمري کال کې توشېح او نافذ شوي شامل دي. یاد فرمانونه مخکې په بېلابېلو رسمي جریدو کې هم خپاره شوي وو او د عدلیې وزارت ټول په یوې ټولګه کې توحید او خپاره کړل.

هېوادوال کولای شي دغه ټولګه په چاپ شوې بڼه د کابل په درالامان کې د عدلیې وزارت ودانۍ کې د یاد وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړي.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د اوومې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

  د دفاع وکالت د جوازلیک ټولو غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د اوومې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د میزان (تلې) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

د افغانستان د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د ریاست د پُست لپاره د نوم لیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د هېواد د یو شمېر خصوصي روغتونونو مسؤولینو په دې وروستیو کې له عدلیې وزارت څخه په یوه رسمي غوښتنلیک کې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې د دغه وزارت اړوندې برخې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

Back to announcements