د شرعي او حقوقي مشورو وړاندې کولو په موخه د ۱۸۸ وړیا شمېره فعاله شوه
د اسلامي امارت د عدليې وزارت د حقوقي مشورو وړاندې کولو وړیا ټلیفوني مرکز فعال کړ او هېوادوال کولای شي حقوقي مشورو ته د اړتیا په صورت کې، له ۱۸۸ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي.
دا مرکز په رسمي وختونو کې (د سهار له ۸:۳۰ بجو د مازدیګر تر ۳:۳۰ بجو پورې) په ټول هېواد کې اړیکو نیونکو لپاره فعال دی او په بېلابېلو موضوعاتو کې به هېوادوالو ته شرعي، حقوقي او قانوني مشورې وړاندې کړي. یادې شمېرې سره له ټولو مخابراتي شبکو څخه اړیکه نیول وړیا دي.
