د سرپل عدلیې ریاست څخه د عدلیې وزارت د استول شوي هیئت نظارت او لیدنه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۱۳:۲۶
.

د عدلیې وزارت استول شوي هیئت ددغه وزارت د حقوقي مساعدتونو لوی رییس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ د شمال ولایتونو د عدلیې له ریاستونو څخه د لیدنو په لړ کې، د ربیع الثاني میاشت په ۲۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د سرپل ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.

یاده هیئت په دغې لیدنه کې د سرپل ولایت د عدلیې له رییس او ددغه ریاست له کارکوونکو سره وکتل او په دغه ریاست کې یې د اجرااتو څرنګوالی نظارت او بررسي کړ. دغه راز یاد هیئت ددغه ریاست د کارکوونکو ستونزې واوریدې او د هغو د حل په منظور یې هغوی ته ډاډ ورکړ.

یاد هیئت په دغه ولایت کې د عدلیې ریاست او نورو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او د عدلیې ریاست د ستونزو شریکولو په منظور د سرپل ولایت د والي له مرستیال او په دغه ولایت کې د سیمه ییزو ریاستونو له رییسانو سره وکتل.

په دغې کتنه کې چې د سرپل ولایت په مقام کې ترسره شوه، ددغه هیئت رییس مولوي رحمت الله حقاني د تېرو ۲۰ کلنو مقدس جهاد په اړه خبرې وکړې او د هېواد په کچه یې د اسلامي امارت د مقدسو موخو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه د عدلیې ریاست ستونزې ددغه ولایت د والي له مرستیال سره شریکې کړې او له عدلیې ریاست سره یې د ادارو د زیاتې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.

د سرپل ولایت د مقام مالي او اداري مرستیال الحاج ملا محمد نادر حقجو یاد هیئت ته ښه راغلاست وویل او د عدليې ریاست د ستونزو د حل په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS