د سرپل او پکتیکا ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۱۱:۴۹
.

د سرپل او پکتیکا ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او دغو ولایتونو کې د ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شوو.

د سرپل ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې د چشمه شیرین او امام جعفر د اوسیدونکو د حقوقي شخړې، د سوزمه قلعه ولسوالۍ او سنګتوده کلیو د اوسیدونو حقوقي شخړې، د غجر قدوق دعوا او د سید آباد د اوسیدونکو ستونزې، بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او اړوند سندونه او مدارک بررسي شوو.

دغه هیئت د یادو دعواوو د دواړو لورو د خبرو له اوریدلو او د سندونو او مدارکو له بررسۍ څخه وروسته پریکړه وکړه چې کښت شوي او یا د کښت په حال کې څړځایونه، بېرته په څړځای تبدیل شي. دغه راز پریکړه وشوه چې د چشمه شیرین کلي د برخلیک په اړه چې نږدې ۳۰ کلنو دمخه جوړ شو، له کمېسیون څخه لارښوونه وغوښتل شي.

یو شمېر عریضې او موضوعات له بررسۍ څخه وروسته اړوندو مراجعو ته راجع شوو.

.

په همدې حال کې، د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت خیرکوټ او بکخیل ولسوالیو ته سفر وکړ او له سیمه ییزو مقاماتو او له ځايي مشرانو سره يې وکتل او له هغوی سره یې د د ولسوالۍ په کچه د یوې کمېټې د جوړېدلو په اړه خبرې وکړې.

یاد هیئت په جلا کتنو کې د یادو شویو ولسوالیو له سیمه ییزو مقاماتو او مشرانو سره، د کمېسیون، د تخنیکي هیئت او د هیئت د مسوولیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له هغوی څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. یاد هیئت هغوی ته  وویل چې یادو شویو ولسوالیو کې د کرنې د مدیرانو په مشرۍ یو کمېټه جوړیږي ترڅو د ځمکې د غصب د مخنیوي برخه کې اقدام وکړي.

یاد هیئت له ځايي مسوولینو څخه وغوښتل چې له خلکو څخه وغواړي چې هیئت ته د خپلو بې سندو ځمکو په اړه معلومات وړاندې کړي ترڅو هم له غصب مخنیوی وشي او هم د دولت عواید زیات شي. د دواړو ولسوالیو ځایي مسوولینو او مشرانو له هیئت سره د غصب شويو ځمکو د تثبیت او د ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS