د زابل ولایت په مرکز کې د ۴ دارالوکالو بررسي او نظارت

د زابل ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز په قلات ښار کې ۴ دارالوکالۍ بررسي او نظارت کړې او د هغو متصدیانو ته یې لازمې توصیې وکړې.
د پلاوي د بررسۍ په ترڅ کې مشخصه شوه چې یادې شوې ټولې دارالوکالې اصولي جواز او سندونه لري او په قانوني ډول فعالیت ترسره کوي.
د یادو دارالوکالو مسؤولینو د عدلیې ریاست د نظارتي پلاوي له همکارۍ خوښۍ څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د عدلیې وزارت لهخوا وضع شوي ټول اصول به په بشپړ ډول عملي کړي.