د زابل ولایت د عدلیې ریاست او مقام ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲ - ۱۵:۲۸

د زابل ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالوارث خلیل، د ۱۴۰۰ د کب په ۲۹ مه د یکشنبې په ورځ د هغه ولایت له والي الحاج ملا بسم الله عبدالله سره ولیدل.

په دې ناسته کې چې د زیاتې همکارۍ او همغږۍ په منظور د زابل ولایت د عدلیې ریاست او مقام ترمنځ د عامه ملکیتونو د حفظ او ساتنې په برخه کې جوړه شوې وه، د زابل ولایت د والي مرستیال او د عدلیې ریاست د حقوقو او د امارت د قضایاوو آمرینو هم حضور درلود.

په دې ناسته کې د زابل ولایت د عدلیې ریاست او مقام ترمنځ په زیاته همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو.

همداراز د عامه ملکیتونو د حفظ او ساتنې په منظور او د عدلیې ریاست د وړاندیز پربنسټ او د زابل ولایت د محترم مقام په حکم، د ولایت د مقام، د ښارجوړونې او ځمکو ریاست او د کرنې ریاست څخه جوړ یو پلاوی په مرکز کې د امنیه قومندانۍ استازی او په ولسوالیو کې  ولسوال او د هغې ولسوالۍ امنیه قوماندان او د اړوندو ادارو استازي وټاکل شول.

دغه پلاوی موْظف دی تر څو ولسوالیو ته سفر وکړي او له عامه ملکیتونو څخه د دفاع او د معاملو د لارښوونې او موټر پلورنې او عریضه لیکونکو پورې د اړوندو مسایلو په برخو کې د ولایت د مقام او د عدلیې ریاست پرېکړې عملي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS