د زابل او پکتیکا ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۴:۵۷
.

د زابل او پکتیکا ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغه هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه پکې بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شوو.

د زابل ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د قلات ښاروالۍ اړوندو ځمکو په اړه چې اشخاص پرې د مالکیت ادعا لري او ځینو نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

دغه راز یاده ناسته کې د ترانسپورت د آمریت د ځمکو او د خاک افغان ولسوالۍ د بازار د موضوع په اړه جلا هیئتونو تعیین شوو.

.

د پکتیکا ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شوو.

هیئت له ناستې څخه وروسته د قومونو له مشرانو سره وکتل او له هغوی څخه یې شرعي سندونه وغوښتل. دغه راز هیئت هغوی ته استعلام وویش ترڅو خپل معلومات له هیئت سره شریک کړي. قومي مشرانو د تخنیکي هیئت کارونه وستایل او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د پکتيکا د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي لاهور خان وفادار د دغه ولایت د معاملاتو لارښوونې دفترونو له یو شمېر استازو سره د عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

په ارزګان ولایت کې ۸ موټر پلورنځي د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ارزګان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، ترينکوټ ښار کې له ۲۱ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۲۶
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له ۷ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS