د راستنیدونکو مهاجرینو له مجبوریتونو له ناوړه ګټه پورته کولو څخه د ډډې کولو په برخه کې د معاملاتو د لارښوونې دفترونو ته د عدلیې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په دې ورستیو کې شکایتونه ترلاسه کړي چې په ډاګه کوي د معاملاتو د لارښوونې یو شمېر دفترونه له ګاونډیو هیوادونو د مهاجرینو د راستنیدو له بهیر او د مهاجرینو له مجبوریتونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د کرایې او کمېشن په برخه کې له هغوی څخه په اخاذۍ لاس پورې کوي.

د عدلیې وزارت له یاد وزارت څخه د فعالیت جواز درلودونکو د معاملاتو د لارښوونو له  ټولو دفترونو څخه غواړي له راستنیدونکو سره چې ګڼ شمېر بې وزله دي، د جایدادونو د کرایې ورکولو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي او د واقعي بیو په خلاف په لوړه بیه د کورونو په کرایه ورکولو او د اصولو خلاف له کمېشن اخیستلو څخه ډډه وکړي. د دغه ډول سرغړونو د لیدلو په صورت کې به د عدلیې وزارت له سرغړونکو سره اصولي چلند وکړي.

دغه راز موږ له خپلو هغو هیوادوالو څخه چې خپل جایدادونه په کرایې ورکوي هیله کوو چې له راستنیدونکو مهاجرینو سره همکاري وکړي او خپل جایدادونه هغوی ته په مناسبې بيې په کرايې ورکړي ترڅو خپل ایماني او وجداني مسؤلیت ادا کړي.

هیوادوال کولی شي د معاملاتو د لارښوونو دفترونو د سرغړونو د لیدو په صورت کې د لاندنیو اړیکو شمېرو له لارې د عدليې وزارت ته خبر ورکړي ترڅو لازم اقدامات ترسره شي.

۰۷۷۶۱۲۶۴۲۸  او ۰۷۷۷۳۸۳۳۷۰

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۴:۴۳
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۷ دورې د پاېلو خبرتیا

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۷ دوره د غویي د میاشتې په ۱۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې۱۴ تنه مدافع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۷ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي، د مدافع وکیلانو ریاست د ذوالقعدې د میاشتې په ۷ مه نېټه چې د غویي (ثور) د میاشتې له ۱۵ نېټه سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ، د ۱۲ تنو ن . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۴:۴۲
Background image

په عدالت ګاهنامه کې د چاپ لپاره د علمي – تخصصي مقالو د منلو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت ټولو علاقه‌مندانو او لیکوالانو ته خبر ورکوي چې د دې وزارت رسمي خپرندویه ارګان د عدالت ګاهنامه، د دغې خپرونې راتلونکې ګڼې لپاره د هغوی علمي ـ تخصصي (شرعي او . . .

Back to announcements