د دوو قوانینو طرحې د قوانینو کمیټې په غونډه کې وڅېړل شوې

waheed
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۱۲:۱۹
.

د بازرس ادارې د قانون او بریښنايې معاملو او د بریښنايې لاسلیک د قانون طرحې د کابینې د قوانینو کمیټې په غونډه کې چې د کمیټې د رئیس او د جمهور رئیس د دوه یم مرستیال محمد سرور دانش په مشری جوړه شوې وه، وڅېړل شوې.

په دې غونډه کې چې د زمري په ۲۶ نېټه د یکشنبې په ورځ جوړه شوه، د عدليې وزیر ډاکتر عبدالبصیر انور د بازرس ادارې د قانون د طرحې په باره کې معلومات ورکړل او د غونډې غړو هم د دې قانون د طرحې په برخه کې خپلې نظريې طرحه کړې.

د بازرس ادارې قانون له اداري فساد سره د مبارزې، روڼتیا او حساب ورکونې د تأمینولو،  د بازرس د ادارې د دندو او واکونو د تنظیم، له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې د خلکو د مشارکت د زمینې د برابرولو او د هېوادوالو د ډاډ د زیاتوالی او د اداري فساد پر خلاف د مبارزې د بین المللي میثاق د مفادو د رعایتولو په برخه کې، برابر او تنظیم شوی دی

.

د جمهور رئیس دوه یم مرستیال ټینګار وکړ چې باید له اداري فساد د مبارزې په خپلواک کمېسیون او د پلټنې عالي ادارې او په نورو اړوندو بنسټونو پورې د اړوندو تقنیني سندونو سره په پرتله کې د قانون د دغې طرحې حقوقي ماهیت، د تطبیق ساحه او مادې بررسي شي.

په دې غونډه کې  عدليې وزارت مؤظف کړی شو چې  په تخنیکي غونډه کې يې له اداري فساد سره د مبارزې له خپلواک کمېسیون سره د بازرس ادارې د قانون د طرحې د تطبیق، استقلالیت او اړیکې ساحه بررسي کړي او زیاتو خبرو لپاره دې د قوانینو کمیټې  راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

په دې غونډه کې دغه راز د بریښنايې معاملو او د بریښنايې لاسلیک د قانون طرحه چې د بریښنايې معاملو او د بریښنايې  لاسلیک د معلوماتو، د بریښنايې معاملو د اعتبار ورکولو، بریښنايې لاسلیک او د بریښنايې اړیکو، د بریښنايې معاملو او د بریښنايې اړیکو پراختیا د زمینې د برابرولو لپاره د قانوني چوکاټ د رامنځته کولو د زمینې د برابرولو په منظور برابره شوې ده بررسي شوه

.

کميټې د دې قانون طرحه تاييد کړه او د عدليې وزارت يې مؤظف کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجی وزارت، د احصايې د ملي ادارې او اترا ادارې په شتون په یوه تخنیکي غونډه کې د یاد شوې وړاندیزونه د قانون د طرحې په متن کې تنظیم کړي او هغه دې د پړاوونو د تېرولو لپاره د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.  

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS