د دفتر د ریاست کاري بهیر

د عدلیې وزارت د مقام د دفتر ریاست د وزارت د داخلي چارو د انسجام او هغمږۍ او له نورو دولتي او غیر دولتي او له خلکو سره د اړیکو تامین په موخه تشکیل  شوی دی چې د یاد ریاست مهمې دندې په لاندې توګه دي:

  • د اړوندو شعباتو له لارې له نورو ادارو سره د عدلیې وزارت د رسمي اړیکو تامین او تنظیم.
  • د ارسال او مرسول ترلاسه کول او د وزارت د مشرتابه له لارښوونې وروسته اړوندو مراجعو ته وړاندې کول.
  • له نورو مراجعو څخه د محرمانه او ځانګړو لیکونو ترلاسه کول چې عدلیې وزارت ته استول کیږي او د وزارت مشرتابه مقام ته د هغو وړاندې کول.
  • د وزارت محترم مقام حکمونه او لارښوونې ترلاسه کول او اړوندو مراجعو ته د هغو ابلاغ.
  • د وزارت د کاري غونډو د اجندا ترتیب، د رهبري شورا د غونډو تنظیم او اړوندو مراجعو ته د هغو ابلاغ.
  • د وزارت د مشرتابه مقام د کاري کتنو د پلان او سندونو ترتیب.
  • په سیمینارونو، ورکشاپونو، غونډو، مطبوعاتي کانفرانسونو کې د ګډون، د وزارت مشرتابه د رسمي سفرونو د چارو تنظیم، له خبري رسنیو، مطبوعاتو او جریدو څخه د اطلاعاتو غوښتل او راټولول.
  • د عرایضو راټولول، تجزیه او تحلیل، په عریضو کې د حکمونو اخیستل او د وزارت له مشرتابه مقام سره د مراجعینو د کتنې د پذیرش چارو تنظیم.
  • د آرشیف د مقررې د حکمونو او دندو لایحې مطابق د ارسال او مرسول او د نورو چارو آرشیف.
  • اړوندو مراجعو ته د فرمانونو، حکمونو، مصوبو، د وزارت د مشرتابه مقام د امرونو او لارښوونه تکثیر او استول.
  • په دولتي ادارو کې بشري حقوقو او د بشري حقوقو د موضوعاتو د تطبیق په تړاو د حکومت ظرفیت لوړل.
  • په دولتي ادارو کې د بشري حقوقو له څرنګوالي څخه د راپور ترتیب او وړاندې کول.

د وزارت د مشرتابه مقام د دفتر د ریاست ورځنیو اجراآتو لارښوود:

د دفتر ریاست د وزارت د داخلي چارو د انسجام او هغمږۍ او له نورو دولتي او له خلکو سره د اړیکو تامین په موخه تشکیل  شوی دی چې مهمې دندې یې په (څلورو) برخو کې تشریح او توضیح شوي دي.

لومړۍ برخه: سندونه او اړیکې

د دفتر د ریاست له مهمو څانګو څخه یو څانګه ده چې د اړیکو د تامین او تنظیم، د ارسال او مرسول ترلاسه کول، مربوطه مراجعو ته د حکمونو، فرمانونو، مصوبو، د عدلیې وزارت او د نورو ادارو د وړاندیز لیکونو تکثیر او ابلاغ په غاړه لري.

د اجراآ ډول:

  • د سندونو او اړیکو مدیریت په واسطې د حکمونو، فرمانونو، مصوبو، لیکونو، عریضو او وړاندیزونو ثبت او د وزارت د مقام د دفتر ریاست ته د هغو استول.
  • د سندونو او اړیکو مدیریت په واسطې د مشرتابه مقام او د مقام د دفتر د ریاست له لارښوونې وروسته د لیک په ذریعې د وزارت ټولو څانګو او یا اړوندو مراجعو ته د پوهاوي او اجراآتو په غرض د هغو تکثیر او استول.

د سندونو او اړیکو کاري پروسه:

  • د ارسال او مرسول ترلاسه کول، مربوطه مراجعو ته د حکمونو، فرمانونو، مصوبو، د عدلیې وزارت او نورو ادارو د وړاندیز لیکونو تکثیر او ابلاغ.
  • د سندونو او اړیکو مدیریت په واسطې د حکمونو، فرمانونو، مصوبو، د متحدالمال لیکونو، عریضو او وړاندیزونو ثبت او د دفتر ریاست ته د هغو استول.
  • د سندونو او اړیکو مدیریت په واسطې د وزارت مشرتابه مقام او د مقام د دفتر د ریاست له لارښوونې وروسته جنساً او یا د لیک په ذریعې د وزارت ټولو څانګو او یا اړوندو مراجعو ته د پوهاوي او اجراآتو په غرض د هغو تکثیر او استول.

دوه یمه برخه: عریضې او پذیرش

د عدلیې وزارت مشرتابه مقام د کتنې او ملاحظې په موخه د پذیرش تنظیم او د عریضو سپارل:

۱.د عریضو د اجراء ډول:

  • د عریضو او پذیرش په مدیریت کې د عریضو ثبت.
  • د عریضو او پذیرش مدیریت په واسطې د موضوع او نافذ شویو قوانینو د حکمونو په پام کې نیولو سره سم د حکم له لیکلو وروسته د دفتر ریاست ته د عریضو استول.
  • د دفتر د ریاست په واسطې د وزارت مشرتابه له حکم اخیستلو څخه وروسته د عریضو او پذیرش مدیریت کې  د وزارت د مشرتابه مقام د حکمونو ثبت.
  • د مشرتابه مقام د حکم له اخیستلو څخه وروسته د پړاوونو تېرولو په غرض د عریضو او پذیرش مدیریت په واسطې عارض ته د عریضو سپارل.

د عرایضو د برخې کاري پروسه:

  • د عدلیې وزارت مشرتابه مقام د کتنې او ملاحظې په موخه د پذیرش تنظیم او د عریضو طی کول.
  • د عریضو او پذیرش په مدیریت کې د عریضو ثبت.
  • د عریضو او پذیرش مدیریت په واسطې د موضوع او نافذه قوانینو د حکمونو په پام کې نیولو سره د حکم له لیکلو وروسته د دفتر ریاست ته د عریضو استول.
  • د دفتر د ریاست په واسطې د وزارت د مشرتابه له حکم اخیستلو څخه وروسته د عریضو او پذیرش په مدیریت کې  د وزارت د مشرتابه مقام د حکمونو ثبت.
  • د مشرتابه مقام د حکم له اخیستلو څخه وروسته د پړاوونو تېرولو په غرض د عریضو او پذیرش مدیریت په واسطې عارض ته د عریضو سپارل.

د پذیرش اجراء ډول:

  • د پذیرش مدیریت په واسطې د وزارت له مشرتابه مقام سره د کتنې د غوښتنلیک، د کتنې موضوع او موخه ترلاسه کول او ثبتول.
  • د پذیرش مدیریت په واسطې د کتنې د اړتیا له تشخیص څخه وروسته د وزارت د مشرتابه مقام له سکرتریت سره په تفاهم کې د کتونکي شخص د کتنې د وخت تنظیم.
  • له کتنې څخې وړاندې د پذیرش مدیریت په واسطې د کتونکي د شهرت، پتې، دندې او د اړیکې شمېرې ثبت.

د پذیرش برخې کاري پروسه:

  • د عدلیې وزارت د مشرتابه مقام سره د کتنې په موخه د مراجعینو د پذیرش تنظیم او د هغو پړاوونه تېرول.
  • د پذیرش مدیریت په واسطې د وزارت له مشرتابه مقام سره د کتنې د غوښتنلیک، د کتنې موضوع او موخه ترلاسه کول او ثبتول.
  • د پذیرش مدیریت په واسطې د کتنې د اړتیا له تشخیص څخه وروسته د وزارت د مشرتابه مقام له سکرتریت سره په تفاهم کې د کتونکي شخص د کتنې د وخت تنظیم.
  • له کتنې څخې وړاندې د پذیرش مدیریت په واسطې د کتونکي د شهرت، پتې، دندې او د اړیکې شمېرې ثبت.
  • د وزارت له مشرتابه مقام سره د غوښتونکي شخص کتنه.

دریمه برخه آرشیف:

ارسال او مرسول، په لاندې برخو کې د پاڼو ساتنه او د هغو له منځه وړلو پاڼو د آرشیف مقررې د حکمونو مطابق تنظیم او ترتیب شوې ده.

د اجراءډول:

۱. د اجرایې اجراآت:

  • د اجرایې آرشیف په واسطې د لیکونو ثبت او په هغه صورت کې چې سندونه بشپړ شوي اوسي په مستقیم ډول او یا د پستې له لارې د هغو استول.
  • د آرشیف اجرایې د لارښوونې له اخیستلو څخه وروسته لومړنیو مراجعو ته د سندونو بشپړولو په موخه د لیکونو او سندونو مسترد کول.

د اجرایې برخې کاري پروسه:

  • د آرشیف مقررې مطابق ارسال او مرسول، د هغو د له منځه وړلو ورقو ساتل.
  • د آرشیف مدیریت په واسطې د سندونو کتل.         

آیا سندونه بشپړ شوي دي؟

                     هو

                              نه

د لیکونو ثبت او اړوندو مراجعو ته د هغو استول

په مستقیم او یا د پست له لارې

د لارښوونې اخیستلو څخه وروسته د بشپړولو په موخه

لومړنیو مراجعو د لیکونو او سندونو مسترد کول

اړوندو مراجعو په واسطې په ټاکل شوي وخت د سندونو ترلاسه کول

 

     

۲. د ساتنې د اجراء ډول:

  • د آرشیف په واسطې د وزارت له اړوندو برخو له خوا د سندونو او سوابقو ثبت چې له رسمي رارسیدلو څخه وروسته یې له ساتنې دوه کلونه تېریږي.
  • د اندراج په دفتر کې د کلونو په تفکیک سره د سوابقو د ثبت وروسته د هغو له لړلیک سره د سندونو تطبیق.
  • له څلورو کلنو وروسته مخزن ته په فهرست وار ډول په رسمي توګه د سندونو استول.
  • د لارښوونې له اخیستلو او اړوندې دوسیې کې د کاپۍ له ساتنې څخه وروسته د لیکونو او استعلامونو په ځواب کې د معلوماتو وړاندې کول چې د سوابقو د معلوماتو اخیستلو په غرض له بېلابېلو مراجعو څخه رارسیږي.

د ساتنې برخې کاري پروسه:

آرشیف ته د وزارت اړوندو برخو له‌خوا د سندونو او سوابقو رسمي رارسیدل چې له ساتنې یې دوه کلونه تېریږي.

د ساتنې په برخې کې د سندونو ثبت

د ساتنې برخې په واسطې د رارسیدل شویو لیکونو له ثبت څخه وروسته له فهرست سره د سندونو تطبیق.

  • د اندراج په دفتر کې د کلونو په تفکیک سره د سوابقو له ثبت څخه وروسته اړوندو الماریو کې د سندونو ساتل.
  • په فهرست شوي ډول په رسمي توګه مخزن ته د سندونو استول چې له ساتنې یې څلور کلونه تېریږي.
  • د لارښوونې له اخیستلو او اړوندې دوسیې کې د کاپۍ له ساتنې څخه وروسته د لیکونو او استعلامونو په ځواب کې د معلوماتو وړاندې کول چې د سوابقو د معلوماتو اخیستلو په غرض له بېلابېلو مراجعو څخه رارسیږي.
  • په جلا دوسیو کې د سندونو ځای پرځای کول او ساتل.
  1. د مخزن د اجراء ډول
  • د سندونو د لیک ثبت چې له څلورو کلونو وروسته د ساتنې برخې له لوري رارسیږي.
  • د اندراج په دفتر کې د سندونو ثبت او د کلونو په تفکیک او د هغو د لړلیک له تطبیق وروسته په اړوندو الماریو کې  د هغو تنظیم.
  • د آرشیف قانون مطابق د هغو سندونو او سوابقو لړلیک کول چې  له هغو لس کلونه تېر شوي وي.
  • د هغو سندونو او سوابقو په تړاو د وزارت مشرتابه مقام د لارښوونې په غرض د وړاندیز وړاندې کول چې د هغو له ساتنې لس کلونه تېر شوي اوسي.
  • د هغو سندونو او سوابقو په تړاو د وزارت مشرتابه مقام د  حکمونو مطابق اجراآت  چې د هغو له ساتنې لس کلونه تېر شوي اوسي.
  • د لارښوونې له اخیستلو او اړوندې دوسیې کې د کاپۍ له ساتنې څخه وروسته د لیکونو او استعلامونو په ځواب کې د معلوماتو وړاندې کول چې د سوابقو د معلوماتو اخیستلو په غرض له بېلابېلو مراجعو څخه رارسیږي.

د مخزن برخې کاري پروسه:

  • د ساتنې له برخې د مخزن برخې ته سندونو او سوابقو رسمي رارسیدل چې د هغو له ساتنې څلور کلونه تېر شوي اوسي.
  • د اندراج په دفتر کې د سندونو ثبت د هغو د لړلیک له تطبیق وروسته او د کلونو په تفکیک په اړوندو الماریو کې د هغو تنظیم.
  • د آرشیف قانون مطابق د هغو سندونو او سوابقو لړلیک کول چې په آرشیف کې لس کلونه تېر شوي وي.
  • د سندونو د لړلیک بشپړیدو څخه وروسته د یادو سندونو په اړه د وزارت د مشرتابه مقام د لارښوونې په غرض د وړاندیز وړاندې کول.
  • د هغو سندونو او سوابقو په تړاو د وزارت مشرتابه مقام د حکمونو مطابق اجراآت چې د هغو له ساتنې لس کلونه تېر شوي اوسي.
  • د لارښوونې له اخیستلو او اړوندې دوسیه کې د کاپۍ له ساتنې څخه وروسته د لیکونو او استعلامونو په ځواب کې د معلوماتو وړاندې کول چې د سوابقو د معلوماتو ترلاسه کولو په غرض له بېلابېلو مراجعو څخه رارسیږي.
  • په جلا دوسیو کې د سندونو تنظیم او ساتل.