د دفاع وکالت د څلورمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د څلورمې دورې د ورودي ازموینې لپاره د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د لړم د میاشتې په ۱۹ نېټه د شنبې په ورځ چې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له ۷ نېټې سره سمون خوري پيل کیږي او د لیندۍ د میاشتې تر ۲۹ نېټې پورې به دوام ولري.

د نوم لیکنې پروسه یواځې د عدلیې وزارت په مقر کې د مدافع وکیلانو په ریاست کې ترسره کېږي او د نوم لیکنې په مهال د غوښتونکي حضور حتمي دی. دغه راز د غوښتونکو سیرت او صورت باید د نبوي (صلی الله علیه وسلم) سنتو مطابق وي؛ له دې پرته په پروسه کې نه شاملیږي.

د ازموینې د پوښتنو سرچینې :

عقیدة الطحاوی

مجلة الاحکام العدلیة (د عمومیاتو برخه ، دعوې ، بیینات ، تحلیف ، قضاء او وکالت برخه)

د عدلي محکمو اداري اصولنامه

د عدلي محکمو حقوقي اصولنامه

د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلاره

نوم لیکنې لپاره اړین اسناد :

د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي د تحصیلی اسنادو رنګه کاپي

د تابعیت تذکرې رنګه کاپي

څلور قطعي عکسونه ۴/۳

د ورودي ازموینې فورمه ډکول (۵۰۰افغانۍ)

په ازموینه کې د ګډون د کارتونو د وېشلو او د ازموینې اخېستلو نېټه وروسته اعلانیږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

Back to announcements