د دفاع وکالت د ورودي آزموينې د دوه یم دور د پایلو اعلام

hayat_admin
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت ددفاع وکالت د ورودي آزموینې د دوه یم دور آزموینه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په ۳۰ نېټه  د ۶۵۳ تنو په شرایطو برابرو د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو په ګډون جوړه کړه.

د آزموینې په دغه دور کې د ۶۵۳ برخه اخیستونکو له مجموعې څخه، د هغوی ۵۷۵ تنو وشو کولی چې د تعیین شویو نمرو په ترلاسه کولو سره بریالي شي او ۷۸ تنو نورو غوښتونکو و نه شوکولای تعیین شوې نمرې ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده چې په دغې آزموینه کې د ګډون لپاره ۷۳۱ تنو غوښتونکو نوم لیکنه کړې وه چې د آزموینې په ورځ د هغوی ۷۸ تنو حضور نه درلود او غیرحاضر وګڼل شول.

د هغو غوښتنونکو نوملړ چې په ورودي آزموینه کې بریالي شوي له دغه ځای څخه ترلاسه کولای شئ.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په ټولنیزو رسنیو کې د عدلیې وزارت تعقیب کړئ

په ټولنیزو رسنیو کې د اسلامي امارت د عدلیې وزارت رسمي پاڼې د لاندې لینکونو له لارې تعقیب کړئ. د عدلیې وزارت په نوم د نورو پاڼو او پته لیکونو د محتوا مسؤلیت چې په مجازي فضا کې جوړ شوي، . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۱:۲۳
Background image

د دفاع وکالت د دریمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته خبر  ورکول کیږي، چې د دفاع وکالت د دریمې دورې د ورودي ازموینې  لپاره د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د غویي د میاشتې په ۱ نېټه د شنبې په ورځ چې د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۰:۴۱
Background image

د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ برنامې د اوومې دورې د ازموینې د پایلو اعلان

د اسلامي امارت، عدلیې وزارت د یاد وزارت د تقنیني ستاژ د اوومې دورې ورودي ازموینه د وري د میاشتې په ۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د ستاژ دغې دورې له متقاضیانو څخه واخیسته.

یادې ازموینې لپاره . . .

Back to announcements