د دایکندي ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۱۱:۲۷
.

د دایکندي ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د کرونا روغتون شمال کې د دلدول قضیې په اړه بحث وشو او ددغې ساحې تصرف لاندې ځمکو په اړه د ځمکو د چارو د تخنیکي آمریت لخوا د دقیقې بررسۍ په اړه پریکړه وشوه.

په دغې ناسته کې، په مهاجرینو ښارګوټي کې د یوې مخابراتي پايې په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې هیئت له نږدې څخه ساحه بررسي کړي.

یاد هیئت د بغده مرده کلي په اړه د مرکزي کمېسیون د لیک په تړاو هم بحث وکړ او پریکړه يې وکړه چې د ځمکو د چارو تخنیکي آمریت بیاځل ساحه په دقیق ډول بررسي کړي او راپور يې هیئت ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS