د داوطلبۍ خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د دغه وزارت د اړتیا وړ (۱۰۶) قلمو قرطاسیه بابو د تدارک پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د شرطنامې نقل د (۵۰۰) افغانیو په بدل کې د اعلان د خپریدو له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۴/۳/۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدليې وزارت په دوه یم پوړ، کین لور د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.
له داوطلب څخه د آفر سل زره (۱۰۰۰۰۰) افغانۍ بانکي تضمین یا نغدې پیسې اخیستل کېږي، ناوخته رارسیدلې او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.