د خوست په دوو ولسوالیو کې نږدې ۴۵ جریب ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړو په اساس امارتي ثابته شوه
د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د خوست ولایت په اسماعیل خیل او مندوزۍ ولسوالۍ کې د نږدې ۴۴ جریب ځمکې او په علیشیر او تریزیو ولسوالۍ کې د یو جریب ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، د دوو جلا پرېکړو په ترڅ کې، یادې شوې ځمکې امارتي ملکیت وبللې.
د شاوخوا ۴۳ جریب او ۱۸ بسوې ځمکې دوسیه د خوست ولایت د اسماعیل خیل او مندوزۍ ولسوالۍ په علیوات سیمه کې او د یو جریب ځمکې دوسیه د علیشیر او تریزیو ولسوالۍ په «تور اوبه جلال خیل» کلي کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون لهخوا بررسي شوې وې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یادې دوسیې په رسمي توګه د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وې.
یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د جلا پرېکړو په ترڅ کې دا ځمکې امارتي وبللې. د یادو پرېکړو په اساس متصرفین مکلف دي چې یادې شوې ځمکې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.
د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، د هغه ولایتي تخنیکي هیئتونه او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د اړوندو امارتي ادارو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړې کوي.