د خوست ولایت له عدلیې ریاست څخه لېدنه

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۷ - ۱۶:۷

د ولایتونو له عدلیې ریاستونو څخه د لېدنې او څارنې په لړ کې، د عدلیې وزارت د مالي او اداري رئیس مفتي فضل هادي ( صاحب زاده) په مشرۍ د بېلابېلو ادارو له رئیسانو او استازو څخه جوړ یو اته کسیزه پلاوي خوست ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي، په سر کې د خوست ولایت د عدلیې ریاست له کارکوونکو سره ناسته جوړه کړه او دغه ولایت ته د خپل د سفر موخه له هغوي سره شریکه کړه. وروسته یاد پلاوي د دې ولایت د عدلیې ریاست له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ریاست د کارکوونکو د مسلکي او اداري کړنو څرنګوالی وڅاره او وڅېړه. یاد پلاوي د دې ریاست د کارکوونکو ستونزې واورېدې او د هغو د حل په منظور لازم لارښودونه وکړه.
همداراز دغه پلاوي د خوست ولایت والي مولوی صاحب محمد نبی عمری سره وکتل او عدلیې ریاست پورې اړوندې ستونزې او د امارت قضایاوو او د حقوقو آمریت پورې اړوندې ځینې موضوعګانې ور سره شریکې کړې. همداراز یاد پلاوي د خوست ولایت والي څخه وغوښتل چې د دې ولایت د عدلیې ریاست د امنیت تأمینولو په منظور 5 تنه امنیتي ساتونکی توظیف کړي. د خوست والي ژمنه وکړه چې د عدلیې ریاست ستونزو ته به رسېدنه وکړي. همداراز هغه له یاد پلاوي څخه وغوښت چې د عدلیې ریاست لپاره د امنیتي ساتونکو د توظیفولو په منظور وړاندیز برابر کړي او د منظورۍ لپاره د دې ولایت مقام ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS