د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۵۷
.

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح څخه وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۲مه نېټه په ۱۴۷۲ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ. 

د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون چې په دې جریده کې خپور شوی یوه مقدمه، څلور بابونه، درې فصلونه او ۳۴ مادې لري چې د افغانستان په قلمرو کې پر هغو مراجعو او افرادو د تطبیق وړ دی چې د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو په قاچاق کې ښکیل وي او د تطبیق مراجع یې د عامې روغتیا وزارت سره له ۸ نورو وزارتونو او امارتي ادارو دي.

په دې قانون کې د درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو په تړاو د عامې روغتیا، مالیې، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، کورنیو چارو، دفاع، اطلاعاتو او فرهنګ  او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، سترې محکمې، استخباراتو او ښاروالیو مکلفیتونه په جلا توګه بیان شوي دي.

په دې قانون کې د سوداګرۍ په موخه د هغو افرادو او شرکتونو لخوا د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو واردول چې د عامې روغتیا وزارت رسمي جوازلیک او د یادو توکو د واردولو اجازه‌لیک ونه‌لري، ممنوع شوي او سرغړونکي افراد د تعزیر مستحق ګڼل کېږي.

همداراز د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي په قانون کې د سندونو له مراحلو تېرولو پرته د یادو اقلامو واردولو او یا عرضه، مشخصو درملتونونو ته د درملو او روغتیایي محصولاتو انحصاري واردول، له تولیدي کارخونو، شرکتونو، عمده پلورنځیو او درملتونونو څخه د ډاکټرانو فیصدي اخیستل او د دغو محصولاتو غیر معیاري لیږدول ممنوع شوي او سرغړونکو لپاره تعزیرات په پام کې نیول شوي دي.

دغه‌ راز په دې قانون کې راغلي چې ترانسپورټي شرکتونه، د هوايي ډګرونو کارکوونکي، د روغتیایي خدماتو داخلي او بین‌المللي مؤسسات او دودیز طبیبان د سوداګرۍ له جواز پرته نه‌شي کولای د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو په واردولو یا غیرقانوني سوداګرۍ لاس پورې کړي او د سرغړونې په صورت کې د تغزیر وړ پېژندل کېږي.

په یاد قانون کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو قاچاق کوونکو ته د قاچاق شویو محصولاتو له‌منځه وړلو، ۳۹ دُرې او د دوه کاله حبس سزا تعیین شوي او په قاچاق کې دخیل موټر ته هم درې میاشتې توقف ورکول کېږي. که مسؤولین، د امارتي ادارو کارکوونکي او ټول هغه اشخاص چې په یو ډول امارتي ادارو سره تړاو ولري، په قاچاق کې دخیل واوسي له دندو منفک او د قاچاق کوونکو په سزا محکومېږي.

د یاد قانون پر بنسټ هغه افراد او اشخاص چې له بهر څخه د ځمکني او هوايي ترانسپورټ په واسطې هېواد ته راځي هم نه‌شي کولای د متخصص ډاکتر د با اعتباره معیاري نسخې پرته، له ځان سره درمل انتقال کړي.

محترم هېوادوال کولی شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی.

ډیټابېس:  http://laws.moj.gov.af/ShowLawPashto.aspx

تلګرام: https://web.telegram.org/k/#@ministryofjusticeafghanistan