د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان له یو پلاوي سره د عدلیې وزیر کتنه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۱۱:۳

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي د روان کال د محرم الحرام په ۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان (IDLO)  لوی رئیس ښاغلی ریموند میکلرایت او د هغه مل پلاوي سره د دې وزارت په مقر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې. 

په دې کتنه کې له مدافع وکیلانو او حقوقي مساعدینو سره د دې سازمان د همکارۍ او د مرستې د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.

د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان لوی رئیس  وکیلانو ته د فعالیت زمینې برابرولو او د جوازلیک د ویش له پاره د اسلامي امارت له عدلیې وزارت څخه هرکلی وکړ. هغه له عدلیې وزارت څخه وغوښتل چې د وکیلانو له پاره د یوې ټولنې د جوړولو زمینه برابره کړي چې له دې لارې د مدافع وکیلانو له پاره په ښوونيزې برخې کې مرستې او نورې ګټورې برنامې  طرح او تطبیق شي.

په دې ناسته کې د عدلیې وزیر د مدافع وکیلانو د ریاست او له عدلیې وزارت سره يې د ادغام د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل، ویې ویل چې مدافع وکیلان پخوا مستقل وو او په هغه کې ډیر فساد شتون درلود له دې امله یې همکارانو عدلیې وزارت ته شکایت کړی وو. هغه زیاته کړه چې دغه شکایت د دې سبب شو چې عدلیې وزارت دغه موضوع کابینې ته وړاندیز کړي او کابینې پرېکړه وکړه چې مدافع وکیلان دې د عدلیې وزارت تر سیورې لاندې فعالیت وکړي.

د عدلیې وزیر د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان څخه د حقوقي مرستو او د مدافع وکیلانو په برخه کې همکاري وغوښته.

په دې ناسته کې د مدافع وکیلانو رئیس مولوي سید حبیب الحبیب د دې ریاست د فعالیت په اړه معلومات ورکړل، ویې ویل چې دغه ریاست اونۍ کې دوه ځله د شنبې او سه شنبې په ورځو د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر ترسره کوي. هغه زیاته کړه چې دغه ریاست تر اوسه ۹ ځلې د مدافع وکیلانو ارزونه  سرته رسولې او ۴۵۰ تنو مدافع وکیلانو ته یې د فعالیت جوازلیک ویشلی دی.

همدا راز د مدافع وکیلانو رئیس وویل چې دغه ریاست د ارزونې بهیر او جواز لیکونو ویش څخه وروسته، د مدافع وکیلانو له پاره د ستاژ دوره هم جوړوي تر څو د بې وزلو خلکو د حقوقو څخه په سم ډول دفاع وشي.

په پای کې د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان رئیس وعده وکړه چې د بنديزونو د پورته کېدو په صورت کې، د تقنین د ستاژ په برخه کې او نورو برخو کې هم  له عدلیې وزارت سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرې یوې اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه او یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۵
Background image

د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د. . .

BACK TO NEWS