د جنوب زون د عدليې ریاستونو د امرینو او کارکوونکو له پاره د څلور ورځني سیمینار جوړیدل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۵:۳۳
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ربیع الثاني میاشت په ۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د جنوب زون د عدليې ریاستونو د امرینو او کارکوونکو له پاره څلور ورځنی سیمینار جوړ کړ.

په دغه سیمینار کې چې د پکتیا ولایت په عدلیې ریاست کې جوړ شوی، د خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو د هر ولایت څخه اوه تنه چې د دغو ولایتونو د عدليې ریاستونو امرین او کارکوونکي په کې شامل دي، ګډون کړی دی.

په دغه سیمینار کې چې د چهارشنبې تر ورځي به دوام ومومي، د اداري او مسلکي برخو موضوعات تدریس کیږي.

په اداري برخو کې موضوعات لکه: د عدلیې وزارت معرفي، د ادارې او مدیریت اساسات، اداري مراسلات او پلان جوړونه او مسلکي برخو کې، اداري اصول نامه او حقوقي اصول نامه هغه موضوعات دي چې په دغه سیمینار کې تدریس کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS