د تېر یوه کال په ترڅ کې د عدلیې وزارت لخوا د ۱۴۰ تقنیني سندونو تسوید او تدقیق

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۰:۲۰
.

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ۱۴۴۶ هجري قمري کال په اوږدو کې ۱۴۰ عنوانه تقنیني سندونه چې قوانین، اصول‌نامې، اساس‌نامې، طرزالعملونه او لایحې په‌کې شاملې دي، تسوید او تدقیق کړي دي.

همداراز دغه وزارت په همدې موده کې ۸۲ تقنیني سندونه د قرآن کریم مبارکو آیتونو، نبوي احادیثو او حنفي فقهې پر اساس تخریج او نهایی کړي دي.

د یادې مودې په ترڅ کې د عدلیې وزارت لخوا وزارتونو او امارتي ادارو ته ۱۵۵ قانوني مشورې وړاندې شوي او یاد وزارت د ۵۸ میثاقونو او د معاهداتو مسودې، موافقت‌لیکونو او بین المللي قراردادونو په تړاو قانوني نظرونه وړاندې کړي دي.

عدلیې وزارت په تېر هجري قمري کال کې د تقنیني ستاژ برنامې یوه دوره او د دفاع وکالت د ستاژ برنامې یوه دوره هم د دغو دورو په شرایطو برابرو کسانو لپاره جوړې کړي او له یادو برنامو څخه ۲۳۰ تنه فارغ شوي دي.

دغه راز په همدې موده کې د څه باندې ۸۶ زره رسمي سندونو ژباړې د عدلیې وزارت لخوا تصدیق شوي چې تذکرې، نکاح خطونه، تحصیلي سندونه او د محکمو پرېکړې په‌کې شاملې دي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د حاکمیت له پیل راهیسې ۱۳ تقنیني سندونه چې قوانین، فرامین، طرزالعملونه او اصول‌نامې په‌کې شاملې دي د اړوندو ادارو په واسطه له تسوید، د عدلیې وزارت په واسطه له تدقیق اود امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح څخه وروسته په رسمي جریدو کې چاپ او خپاره شوي دي.

همداراز ۵ نور قوانین له دې جملې څخه د مالي محاسبې قانون، د حاجیانو د ښوونکو قانون، د مشاعرو د تنظیم قانون، د غذايي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو له قاچاق څخه د مخنیوي قانون او د وزارتونو او امارتي ادارو د عقودو قانون توشېح شوي او ډېر ژر به چاپ او خپاره شي.