د تېرو درېيو میاشتو په اوږدو کې په ۱۶ ولایتونو کې د څه باندې ۵۱۰ زره ۴۴۷ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۱:۴۸
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسيون د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د وروستیو درېیو میاشتو په اوږدو کې له غاصبینو او غیر شرعي متصرفینو څخه په ۱۶ ولایتونو کې څه باندې پنځه‌سوه لس‌زره څلورسوه اوه‌څلوېښت (۵۱۰۴۴۷) جریبه امارتي ځمکه استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.

دا ځمکې په ننګرهار، کندز، جوزجان، تخار، غور، خوست، پکتيکا، لوګر، نیمروز، پنجشیر، کاپیسا، سرپل، سمنګان، بادغیس، ميدان وردګ او باميان ولایتونو کې موقعیت لري چې د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي کمېسيون، د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمو او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د ولایتي تخنیکي هیئتونو د پرېکړو پر اساس له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته استرداد شوي دي.

د تېرو درېيو مياشتو په ترڅ کې تر ټولو زیاتې استرداد شوې ځمکې په نيمروز، میدان ودرګ او جوزجان  ولایتونو کې موقعیت لري چې څه باندې ۳۷۲ زره جریبه ځمکه په‌کې شامله ده.

دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د دغو درېیو میاشتو په موده کې څه باندې پنځه سوه نولس زره دوه سوه نهه نوي (۵۱۹۲۹۹) جریبه امارتي ځمکه د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې تشخيص کړې او څه باندې اوه‌سوه نهه پنځوس‌زره اته سوه درويشت (۷۵۹۸۲۳) جریبه نوره ځمکه هم په ۲۹ ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.