د تخار ولایت له ځینو ساحو څخه د دغه ولایت د تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۸:۵۲
.

د تخار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال د میاشت په ۲۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت خواجه چنګال کلي ته ولاړ او د یو شخص په تصرف کې د بلند آبه ۱۷۴ جریبه للمي ځمکه چې وړاندې تفکیک شوې وه، له نږدې څخه ولیدله. په همدې توګه هیئت په ساحه کې افراد او اشخاص په خپل سر ډول له تاسیساتو جوړولو څخه منع کړل.

بله ورځ تخنیکي هیئت د فرخار ولسوالۍ شیخ مزار کلي ته ولاړ او د ناقلینو ځمکې چې د افرادو او اشخاصو په تصرف کې وې، بررسۍ لاندې ونیولې، تفکیک او تشخیص یې کړي. په همدې توګه د شنګان کلي یو اندازه اوبه لرونکي او للمي ځمکه بررسي شوه چې ډیر ژر به تفکیک او تشخیص شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS