د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په یاده ناسته کې د ذبیح الله شهید او آزادي پروژو او د دوو اشخاصو ملکیتونو راپورونه وړاندې او د تائید وړ وګرځیدل. په همدې توګه د استخباراتو ریاست په وړاندې د یو شخص دعوا بررسي شوه او یاده دعوا د امارت قضایاو ادارې ته راجع شوه.
هیئت د ښوونې او ګمرک ریاستونو اړوند یو شمېر لیکوونه هم بررسي کړل او هغه یې د امارت قضایاو آمریت ته تحویل کړل.
په یاده ناسته کې د ځینو اشخاصو د عریضو موضوعات هم بررسي شول او دغې برخه کې هیئت موظف شو ترڅو ساحې بررسي او اړوندوې ساحه کې ودانیزې چارې بندې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ ریاست یو لیک هم بررسي شو او پریکړه وشوه چې یاد لیک د کمېسیون لارښوود سره سم د امارت د قضایاو ادارې ته راجع شي. د تخنیکي او مسلکي ښوونې آمریت اړوند یوې موضوع په اړه هم پریکړه وشوه چې د یادې ادارې سندونه وغوښتل شي او د غاصبینو شهرت هم مشخص او جلب لاندې ونیول شي.
تخنیکي هیئت د ۱۲ ناحيې د سخي آباد او فیض آباد پروژو د استازو بیاځل جلب او شیرآباد کلي کې د همدرد ښارګوټي د مسؤل احضار په اړه تصمیم ونیو.
