د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۱:۲۶
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې لازم  تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې، د استیناف له محکمې څخه د ۹ ټوکو ترلاسه شویو دوسیو په اړه پریکړه وشوه چې د قضیې دواړو لورو ته استعلام ورکړل شي او له هغوی څخه سندونه وغوښتل شي او په همدې توګه د دعوا لاندې ځمکو څخه کروکي واخیستل شي. د یو شخص د عریضې په اړه چې ودانیز کار یې په قلعه قل محمد کې پر ۱۵۰۰ جریبه ځمکه درول شوي وو، پریکړه وشوه چې د هغه سندونه وغوښتل شي او له اړوندو مراجعو څخه هم معلومات واخیستل شي.

دغه راز په یاده ناسته کې، یو بل شخص چې د سیاه ګرد سرک لویدیځ کې د ۱۰۰ جریبه ځمکې له استفادې څخه منع شوی وو، د هیئت راتلونکې غونډې ته سره له سندونو وغوښتل شو او د استیناف محکمې د یو لیک په اړه چې له هیئت څخه یې ځیني معلومات غوښتلې وو، هم پریکړه وشوه چې تخنیکي هیئت له اړوند مقررې او لایحې سره سم له مرکزي کمېسیون څخه پرته، نورو مراجعو ته د راپور پر وړاندې کولو مکلف نه دي.

دغه راز د استیناف محکمې ته تعقیبي استعلام واستول شو ترڅو د خالد بن ولید پروژې په اړه سپیناوی وړاندې کړي. د یاد محکمې د مدني دیوان ځوابیه د هیئت لخوا شکمن تشخیص شو او د یو شخص د استملاک د بدلې غوښتلو په اړه پریکړه وشوه چې له نوموړي څخه سندونه وغوښتل شي.

په دغې ناسته کې، د ځینو استعلامونو ځوابیې هم واخیستل شوې او اړوند افراد راتلونکې غونډې ته وغوښتل شول او پریکړه وشوه چې د امیر علي شیر نوايي د پروژې کروکي واخیستل شي. دغه راز د الفتح ۲۰۹ قول اردو څخه د استول شوې موضوع په اړه پریکړه وشوه، له دې کبله چې یاده موضوع د امارت د قضایاو له لارې په محاکماتي پړاو کې قرار لري، یاد پړاونه باید بشپړ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS