د بلخ زون اختصاصي محکمې د مزارشریف ښار په دشت شادیان کې څه باندې ۱۰۳۵جریبه ځمکه امارتي وبلله
د بلخ زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګې اختصاصي محکمې د مزارشریف ښار د نساجۍ سړک ته څېرمه په دشت شادیان کې د یو زرو پنځهدېرش اعشاریه پنځه (۱۰۳۵.۵) جریبه ځمکې اړوندو سندونو او مدارکو په بررسۍ سره پرېکړه وکړه چې یاده ځمکه امارتي ده.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون وړاندې له دې په مزارشریف ښار کې د یادې ځمکې موضوع بررسي کړې او د ځمکې د متصرفینو د نهقناعت له امله یې موضوع رسماً د بلخ زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
یادې محکمې د سندونو او مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او د متصرف د وړاندې شویو سندونو په اړه له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو په اخیستلو سره، دا سندونه معتبر و نهبلل او پرېکړه یې وکړه چې یاده ځمکه امارتي ده او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون ته دې وسپارل شي.
د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی.
دا کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو بررسۍ لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت هم لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.