د بلخ د عدليې رییس لیدنه د دغه ولایت د استیناف محکمې له رییس سره

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۵:۱۰
.

د بلخ ولایت د عدليې رییس مولوي امرالله مصلح د ربیع الثاني میاشت په ۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د استیناف محکمې له رییس مولوي محمد یوسف ابوالوفا سره په لیدنه کې د دواړو ادارو ترمنځ د حقوقي چارو د لا ډېرې همغږۍ د تامین په اړه ټینګار وکړ.

دغه لیدنه د بلخ ولایت د عدلیې ریاست په مقر کې ترسره شوه او د عدليې رییس د استیناف محکمې رییس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دغه ریاست د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې. هغه د عدليې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ همغږي او همکاري د حقوقي پریکړو او د روڼتیا په برخه کې مهم وبلل او ټینګار يې وکړ چې دغه د مراجعینو ستونزو ته د رسیدګۍ او د دواړو ریاستونو ترمنځ د ګډو موضوعاتو له پاره یو مهم ګام دی.

د بلخ عدليې رییس د دغه ریاست د مراجعینو حقوقي ستونزو د رسیدګۍ، د اسلامي امارت د حکمونو تطبیق، عدالت او بشپړ شفافیت ته د پاملرنې یادونه وکړه او د استیناف محکمې رییس ته یې د دغه ریاست د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

په همدغه حال کې د بلخ ولایت د استیناف محکمې رییس دغه کتنه د حقوقو او د حکمونو او فرمانونو د تطبیق په برخه کې یو اغیزمن ګام وباله او د دواړو ادارو ترمنځ یې د همغږۍ او همکارۍ  د لا پیاوړتیا له پاره مهم وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۷
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۵۸
Background image

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي روح الله روحاني په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۵۲
Background image

د بغلان ولایت د عدلیې ریاست او مستوفیت ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د بغلان ولایت د عدلیې ریاست او مستوفیت ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۲مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې ترسره شوه.  
په دې ناسته کې د عدلیې رئيس مولوي. . .

BACK TO NEWS