د بشر د حقوقو د سمون او همغږۍ کمېټه: د بشر له حقوقو څخه د ملاتړ قانون دې طرحه شي

waheed
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۵:۲۵
.

د عدليې وزیر او د بشر د حقوقو د سمون او همغږۍ کمېټې رئیس قضاوتپوه فضل احمد معنوي د بشر د حقوقو د سمون او همغږۍ  د کمېټې په غونډه کې ټینګار وکړ چې د بشر له حقوقو څخه د ملاتړمقرره دې باید په قانون بدله شي.

د بشر د حقوقو  د سمون او همغږۍ کمېټې غونډه د روان کال د لېندۍ د میاشتې په ۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د هېواد د عدليې وزیر او د بشر د حقوقو د سمون او همغږۍ کمېټې د رئیس قضاوتپوه فضل احمد معنوي په مشرۍ او د غړو ادارو د معینانو په ګډون د بشر د حقوقو د دوره يې او نړیوالې بررسۍ د سپارښتونو د ملي عمل د پلان د (UPR) د تصویب او تدقیق لپاره ادارو ته د هغه د لېږلو او د ښځو پرخلاف د هر راز تبعیض د منع د بین المللي کنوانسیون (CEDAW) د کتونکي کمېټې د درې دورې سپارښتونو د تطبیق لپاره د لارې د موندلو په منظور د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د عدليې وزارت د بشر د حقوقو د ملاتړ ریاست وویل چې د بشر د حقوقو له دوره يې او نړیوالې بررسۍ څخه ۲۳۵ سپارښنتونو د افغانستان اسلامي جمهوریت د دولت د منلو وړ ګرځېدلي دي او د هغه د تطبیق په منظور د عمل پلان هم جوړ شوی دی.

.

ښاغلي معنوي ټینګار وکړ چې د دغو سپارښتونو تطبیق ادارو ته پریښودل شوی دی چې ترسره يې کړي. ټاکل شوې ده د دغو سپارښتونو رپوټ تر راتلونکي میلادي کال پورې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ملګرو ملتو د سازمان د بشر د حقوقو په شوری کې وړاندې شي.

هغه د ښځو پرخلاف د هر راز تبعیض د منع کولو د بین المللي کنوانسیون (CEDAW) د کتونکي کمېټې د دريېمې دورې د سپارښتونو په باره کې هم وویل چې د دې کمېټې د ۶۴ سپارښتونو د تطبیق لپاره د عمل پلان جوړ شوی دی او اړتیا ده چې په تخنیکي کچه په دې باره کې خبرې وشي.

د عدليې وزیر په دې غونډه کې دغه راز وویل چې اړتیا ده ترڅو " په دولتي ادارو کې د بشر د حقوقو د ملاتړ مقرره" د بشر د حقوقو مدافع په واضح ډول تعریف شي.

.

د بشر د حقوقو د سمون او همغږۍ کمېټې په دې غونډه کې دغه راز د دې کمېټې دنده د لایحه په پرنسیپ کې تاييد شوه او ټاکل شوې ده د اوونۍ ترپایه پورې له کلي کتنې وروسته تصویب شي.

فضل احمد معنوي په دې غونډه کې وویل چې د ملي امنیت د شوری مرستیال او د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال هم د بشر د حقوقو د سمون او همغږۍ کمېټې په غړيتوب کې شامل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS