د بشري حقونو د نړیوال کنوانسیونونو سپارښتونو تعقیبي ډیټابیس د دولتي ادارو سره شریکه شوه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۹:۴۶
.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د بشري حقونو د نړیوال کنوانسیونونو سپارښتونو تعقیبي ډیټابیس د دولتي ادارو له استازو سره شریک کړ.

ډیټابیس د عدلیې وزارت لخوا د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په همکارۍ د څارنې سیستم معیاري کولو او د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د وړاندیزونو پلي کولو لپاره چمتو شوی او د سه شنبې په ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې د ۱۰ دولتي ادارو له استازو سره شریک شو.

د بشري حقونو کنوانسیون تعقیبي ډیټابیس دولتي ادارو سره مرسته کوي تر څو د بشر حقونو نړیوالو کنوانسیونونو سپارښتونود اړوند خپل راپورونه د عدلیې وزارت سره شریک کړي ترڅو د رسمي چینلونو له لارې ملګرو ملتونو سره شریک شي.

.

په دې ناسته کې د بشري حقونو د نړیوالې بیاکتنې (UPR) وړاندیزونو پلي کولو په اړه د منځ مهاله راپور په اړه هم بحث وشو، چې د دولتي ادارو سره په همکارۍ د عدلیې وزارت لخوا چمتو شوی. راپور به ډیر ژر د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ملګرو ملتونو د څارنې کمیټې ته وسپارل شي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د لمنځه وړلو په هکله د بشر حقونو نړیوال کنوانسیون د نظارت کمیټې د وړاندیزونو لپاره د ملي عمل پلان لومړنۍ مسوده هم د سه شنبې ورځې په غونډه کې د دولتي ادارو له استازو سره د دې پلان د بشري حقونو د څارنیزو فعالیتونو د څانګو ټاکلو لپاره شریکه شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۴۳
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۳۸
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۷۴ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د نهر‌شاهي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۳۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۶مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۱. . .

BACK TO NEWS